Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي زاهد: ځوانانو ته د کار زمینې برابرول د حکومت مسوولیت دی

مولوي زاهد: ځوانانو ته د کار زمینې برابرول د حکومت مسوولیت دی

author avatar
14 Nov 2024 - 16:11
مولوي زاهد: ځوانانو ته د کار زمینې برابرول د حکومت مسوولیت دی
author avatar
14 Nov 2024 - 16:11

ګردېز (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۳): د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وايي، هېواد کې د بې‌کارۍ کچه ډېره لوړه نه ده او حکومت مسوولیت لري چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

دغه څرګندونې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار چارو مرستيال مولوي محمد زاهد نن د پکتیا مرکز ګردېز کې یوې غونډې ته وکړې.

نوموړي زياته کړه: «په هېواد کې د بې‌کارۍ خبره د اسلامي امارت او هېواد دښمنانو د تبليغ یوه وسیله ګرځولې، خو دومره زياته هم نده څومره چې تبليغات ورته کېږي. مونږ دومره کار کړی چې په تېرو لسو کلونو کې دومره کار نه دی شوی.»

هغه وايي چې ځوانانو ته د حرفوي زده‌کړو ترڅنګ د کار پیدا کول د حکومت مسوولیت دی.

دغه راز، په دې غونډه کې د پکتيا احمدابا ولسوالۍ يوه قومي مشر خواني جهاني د کار او ټولنيزو چارو وزارت له مسولينو وغوښتل چې د پکتيا ځوانانو ته دې د عصري زده‌کړو، او عربي هېوادونو ته د کار لپاره د تللو اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه وايي: «زموږ هغو ځوانانو ته چې تر دوولسم ټولګي يې زده‌کړې کړې دي د کار او ټولنيزو چارو وزارت دې د نورو وزارتونو سره په تفاهم ورته په بهرنيو هېوادونو کې زده‌کړو زمينه برابره کړي.»

ورته وخت کې، د کار او ټولنيزو چارو وزارت مسوولين وايي چې له وزارتونو، خصوصي سکټور او ادارو سره يې هوکړه‌لیکونه لاسليک کړي چې له مخې به یې د راتلوونکو پنځو کلونو په ترڅ کې څه باندې ۱،۴ میلیون کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

Views: 0

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.