کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۳): یوه ارواپوه وايي، د ماشومانو عاطفي وده له درې تر پنځه کلنۍ پیلېږي؛ که مور او پلار د اولادونو روزنې لپاره په دغه سني پړاو کې سمې لارې چارې غوره نه کړي، په راتلونکي کې به غوسهناک او ضدي انسانان جوړ شي.
د ماشومانو روزنه د یوې کورنۍ د ژوند له مهمو موضوعګانو ګڼل کېږي؛ د ماشوم سمه روزنه نه یوازې د هغه د شخصیت د ودې او رواني سلامتیا برخو کې له هغه سره مرسته کوي، بلکې د ټولنې لپاره د روښانه راتلونکې په جوړېدو کې هم مهم رول لري.
پژواک خبري اژانس په دې اړه په کابل ښار کې له یوې ارواپوه مېرمن معصومې احمدي سره مرکه کړې ده.
مېرمن احمدي چې له درېیو کلونو راهیسې د ماشومان ارواپوهنې برخه کې کار کوي، د ماشومان سمه روزنه یو له مهمو بحثونو ګڼي او وايي، مور او پلار باید د ماشومانو سالمې روزنې لپاره ان مخکې له زېږېدو هم باید ځیني ټکي او لارې چارې په پام کې ونیسي.
هغه زیاته کړه: «د ماشوم روزل د دې ترڅنګ چې خپل خوږوالی لري او کولای شي د خپل ماشوم ترڅنګ ښې شېبې تجربه کړي، خو دا چې ونه شې کولای د ماشوم سالمې روزنې لپاره له سمو لارو ګټه واخلي، دا په نړۍ کې یو له سختو کارونو پېژندل شوی دی.»
هغه وویل، د ماشومانو عاطفي وده له هماغه ۳ تر ۵ کلنۍ پیلېږي، که مور او پلار په دې وخت کې پاملرنه ونه کړي، ممکن په راتلونکي کې ماشوم پر یوه ضدي انسان بدل شي.
هغې له ماشوم سره عاطفي چلند ډېر اړین وباله او ويې ویل: «یو شمېر والدین دا شکایت لري او وايي، ماشوم مو ضدي دی او موږ د هغه غوښتنې نه شو پوره کولای.»
هغه زیاتوي: «ډېر کله موږ د دې شاهدان یو چې مور او پلار د خپلو ماشومانو روزلو لپاره سمه لار نه غوره کوي.»
یادې ارواپوه د ماشوم ذهن د یوې هیندارې په څېر وباله، ویې ویل: «موږ د خپلو کړنو غبرګون په خپلو ماشومانو کې وینو، موږ باید له ماشومانو سره صمیمي و اوسو، ان هغه مهال چې ماشومان د خپل ژوند لومړنی حالت تجربه کوي؛ که له ماشوم سره ډېرې خبرې وکړو، له ماشوم سره بدني اړیکه ولرو او ان کې د شيدو ورکولو پر مهال له ماشوم سره وغږېږو، دا ټول زموږ د ماشوم پر شخصیت اغېز لري.»
مېرمن احمدي څرګنده کړه چې مور او پلار باید د خپلو ماشومانو پر وړاندې غوره چلند ولري، نېکې کړنې ترسره کړي او مطالعه وکړي؛ ځکه چې ماشوم د هغوی همدا ټولې کړنې او نېک عملونه زده کوي.
د هغه په خبره، د دې لپاره چې ماشوم په راتلونکي کې څه ډول یوې ټولنه کې ظاهر شي او یو مثبت شخص و اوسي، باید مور او پلار له هغوی سره له مهربانۍ کار واخلي.
هغه زیاته کړه: «هر څومره چې له ماشوم سره مهربان و اوسو، له ماشوم سره خبرې وکړو، دا ټول زموږ د ماشوم پر راتلونکي او د ماشوم د عواطفو پر کنټرول اغېز لري.»
د مېرمن احمدي په باور، له ماشومانو سره مهرباني او خبرې د هغوی پر شخصیت اغېز لري او باید مور او پلار له ماشومانو سره خبرو کولو او وخت ورکولو ته پاملرنه ولري.
مېرمن احمدي هغو میندو او پلرونو ته په اشاره چې دنده لري وايي: «اوسنۍ نړۍ داسې ده چې ډېری میندې او پلرونه دندې لري، ټول خپلو کارونو او دندو پسې دي؛ که مور او پلار خپلو ماشومانو ته وخت ځانګړی نه کړي؛ په راتلونکي کې دې تمه نه لري چې ماشوم دې له هرې ټولنې او چاپېریال سره تعامل ولري.»
دغهراز د مېرمن احمدي په وینا، هغه میندې او پلرونه چې دندې لري او خپلو ماشومانو ته وخت نه ورکوي، ډېر لیدل شوي چې په راتلونکي کې یې ماشومان غوسهناک دي او وبه نه شي کولای عواطف او احساسات کنټرول کړي.
هغه میندې او پلرونه د ماشومانو لومړني ښوونکي یاد کړل او څرګنده یې کړه: «ماشومان هغه موجودات دي، کوم څه چې له خپل شاوخوا چاپېریاله زده کوي، له ځانه یې منعکسوي، په ځانګړې توګه له مور او پلاره؛ که وغواړو ووایو چې د ماشومانو لومړنی ښوونکی د امادهګي او لومړي ټولګي ښوونکي دي، نه دا مو غلط ویلي؛ د ماشومانو لومړني ښوونکي مور او پلار یې دي.»
هغه میندو او پلرونو ته سپارښتنه کوي چې له خپلو ماشومانو سره ډېر وخت تېر کړي، له هغوی سره لوبې وکړي؛ ځکه « د لوبو پر مهال کولای شي خپل ډېر احساسات خپلو ماشومانو ته ولېږدوي، ماشوم زده کوي چې کله یې مور خپه وي، څرنګه باید ورسره چلند وکړم.»
هغې زیاته کړه: «د ماشوم احساساتو ته پاملرنه، د ماشوم د احساساتو درکول او زموږ د احساساتو په اړه خبرې هغوی ته ور زده کوي څو په راتلونکي کې خپل احساسات او عواطف کنټرول کړي.»
د هغې په وینا، د بېکارۍ په وخت کې د ماشوم کنټرول او له ماشوم سره وخت تېرول له هغو نورو لارو چارو دي چې د ماشوم د روزنې لپاره کارول کېږي او دغه راز، له مبایل او ټلوېزیون څخه د لرې کېدو لپاره د کیسو کتابونه چمتو او ورته وویل شي چې دغه کار د هغه د کلامي مهارت لوړېدو لامل ګرځي او د لغتونو ښه زېرمه به ولري او په راتلونکي کې کولای شي چې په ټولنه کې ښه تعامل ولري.
هغې له ټبلېټ، موبایل او ټلوېزیون سره د ماشومانو د بوختیا پر محدودېدو ټینګار وکړ او ویې ویل: «اوسنی وخت د تکنالوجۍ وخت دی چې د ډېرو شیانو ځای یې نیولی؛ له بده مرغه خپل ماشومان بوختوو، پر موبایل یا ټبلېټ څو موږ خپله وکولای شو خپلو نورو کارونو ته ورسېږو، له دې بې خبره چې زموږ ماشوم به منزوي، ګوښي وي او پر ځان به کم باور ولري.»
هغې زیاته کړه: «د دې پر ځای چې خپل ماشوم ته اجازه ورکړو په ساعتونو ټلوېزیون ته کیني او کارتوني وویني؛ ښه دا ده چې د کيسو له کتابونو کار واخلو او کینو هغوی ته کیسې ووایو یا له دغو وسایلو یې استفاده محدوده کړو.»
د مېرمن احمدي په وینا، د ساعتتېري توکو اخیستل هم کولای شي د ماشوم لپاره ډېر ښه وي؛ ځکه د ساعتتېري توکي د ماشوم د ذهني ودې لامل ګرځي او له دې لارې ماشوم کولای شي له خپلو شاوخوا کسانو سره اړیکې جوړې کړي.
هغې دې ته په اشارې چې د غلطۍ په وخت کې ځیني والدین پر ماشومانو غوسه کېږي وویل: «یو بل مورد دا دی چې وینو، ماشوم غلطي کړې ژر پرې غوسه کېږو او رټو یې، په داسې حال کې چې ماشوم په غلطي کولو سره زده کړه کوي او که موږ خپل ماشوم د غلطۍ لپاره ورټو، د دې لامل کېږي چې د ماشوم روحیه وبایلې.»
احمدي وايي چې د جذابو عبارتونو بیانول هم کولای شي د ماشوم پر ځان باور ډېر کړي.
دغهراز نوموړې زیاته کړه چې ماشوم ته د انتخاب او پرېکړو کولو حق د دې لامل کېږي چې په راتلونکي کې ماشوم پر ځان اتکا وکړي، پر ځان لوړ باور ولري او یو بریالی کس ترې جوړ شي.
Views: 158
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP