Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته ماته ورکړه

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو په درې اړخیزه لوبلړۍ کې د پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلې ته د سل منډو په توپیر ماتې ورکړه.

نننې لوبه چې په اماراتو کې ترسره شوه پچه یې پاکستانی لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د افغانستان پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

په دغه سیالۍ کې افغان لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل شو ۵۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۰۶ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې فیصل خان ۱۲۳، محبوب خان ۵۴، برکت الله ۳۶، نظیف الله ۳۱ او حمزه علي خیل ۲۳ منډې وکړې.

په مقابل کې ورکړل شوې هدف د پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلې پوره نه کړ او په ۴۷م اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۶ منډې وکړې او د ۱۰۰ منډو په توپیر یې افغانستان ته لوبه وبایلله.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې ناصر خان څلور،  الله محمد غضنفر او نصرت نورستاني د پاکستان لوبډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

دغه راز د افغانستان، متحده عربي اماراتو او د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ د روانې نومبر میاشتې په ۱۳م په اماراتو کې پیل شوې.

د یادونې ده، افغان لوبډله به په دغو درې اړخیزو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د دوشنبې په ورځ له اماراتو سره ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.