Language

د قطر د طبي توکو مرسته کابل ته راورسېده

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د قطر هېواد د طبي مرستو یو بسته کابل ته راورسېده.

یاد وزارت نن (جمعه، د لړم ۲۵مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، په یاده مرسته کې د جراحۍ او داخله برخو اړوند پر بېلابېلو تجهیزاتو سمبال څلور امبولانسونه او د لاپاراسکوپي جراحۍ وسایل شامل دي.

سرچینې لیکلي، دغه مرسته نن سهار د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ته وسپارل شوه.

د سرچینې له قوله، د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو معین ملا بخت‌الرحمن شرافت د یادې مرستې تسلیمولو پر مهال د روغتیا برخه کې د مرستو له امله له قطره مننه وکړه.