Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ا.ا په افغانستان کې د ثبات د ټینګېدو لپاره د ترکیې او قطر له دریځ هرکلی کړی

ا.ا په افغانستان کې د ثبات د ټینګېدو لپاره د ترکیې او قطر له دریځ هرکلی کړی

author avatar
16 Nov 2024 - 16:23
ا.ا په افغانستان کې د ثبات د ټینګېدو لپاره د ترکیې او قطر له دریځ هرکلی کړی
author avatar
16 Nov 2024 - 16:23

کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۳): د اسلامي امارت مرستیال ویاند، په افغانستان کې د ثبات د ټینګېدو لپاره د ترکیې او قطر له دریځ‎ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان ثبات د ټولو هېوادونو په ګټه دی او ا.ا د خلکو امنیت، اقتصاد او هوساینې لپاره هلې ځلې کوي.

د امریکا غږ راپور له مخې، د قطر ‎امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ترمنځ د پنجشنبې لیدنه کې په افغانستان کې د یو ټول‌شموله حکومت د جوړېدو د اړتیا یادونه شوې ده.

راپور کې راغلي، دواړو مشرانو په سیمه او نړۍ کې د نورو کړکیچونو په تړاو د ګډ دریځ د څرګندولو سربېره په افغانستان کې د ثبات د ټینګېدو لپاره خپل دریځ یو ځل بیا تکرار کړی دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه غږیز پيغام کې ویلي: «د قطر او ترکیې هېواد له دې دریځ چې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر تداوم ټینګار کوي، هر کلی کوو.»

هغه ویلي، د افغانستان ثبات د ټولو هېوادونو په ګټه دی، په افغانستان کې د ټولو اتباعو شرعي حقونه خوندي دي او اسلامي امارت د یوه مسوول نظام په توګه د خلکو امنیت، اقتصاد او هوساینې لپاره هلې ځلې کوي.

ده زیاته کړې، افغانستان د خپل متوازن سیاست پر اساس د نړۍ له هېوادونو سره مثبتې اړېکې غواړي او په خاص ډول له ترکیې او قطر سره د سیاسي او اقتصادي اړېکو پر لا پراختیا ټینګار کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.