کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د دوو دوستانه سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه له نیپال سره کوي.
ټاکل شوې چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله له تاجکستان او نیپال لوبډلو سره دوه دوستانه لوبې ترسره کړي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي، د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د کابل پر وخت نن ماښام پنځهنیمې بجې له نیپال سره دوستانه لوبه ترسره کوي.
دغه سیالۍ د تاجکستان په دوشنبه ښار کې ترسره کېږي.
د یادونې ده، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به خپله دویمه دوستانه لوبه د لړم میاشتې په ۲۹مه له کوربه تاجکستان سره ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP