Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سوداګرۍ وزارت مرستیال: خلک باید افغانستان کې له تولید شوو درملو ګټه واخلي

کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال کابل کې د یوه خصوصي روغتون د پرانیستې پر مهال وویل، هېواد کې د تېرو درېیو کلونو پر مهال د درمل‌جوړونې برخه کې ډېر کار شوی او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې له داخلي درملو څخه ګټه واخلي.

په کابل کې د ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو خصوصي روغتون جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمد‌الله زاهد، په همدې موخه جوړې شوې خبرې غونډې ته وویل، په تېرو درېیو کلونو کې د درمل‌جوړونې په برخه کې ډېر کار شوی چې کیفیت یې هم ښه دی او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې له داخلي تولیداتو ګټه واخلي.

نوموړي دغه راز د یاد خصوصي روغتون له مسوولینو هم غوښتنه وکړه چې خلکو ته دې معیاري خدمات وړاندې کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.