فیضاباد (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۳): د بدخشان امنیه قومانداني وايي چې دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه شوي دي.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار وايي چې یاده پېښه پرون مازدیګر (جمعه) شوې ده.
د هغه په وینا، یاده پېښه د بهارک ولسوالۍ د خواجه عبدال سیمې په مربوطاتو کې د فیضاباد – بهارک پر لویه لار له سړکه د یوه پاسو موټر اوښتو له امله شوې او موټر د کوکچې سیند ته لوېدلی دی.
نوموړی زیاتوي چې د یادې پېښې قربانیان د درېیو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون شپږ کسان و.
هغه د پېښې لامل د موټر ښویېدل یاد کړل او ویې ویل چې موټر له سیند څخه راایستل شوی او د اجسادو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP