کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور کړل، د اتو پروژو قراردادونه تعدیل او د څلورو پروژو قراردادونه لغوه شول.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور کړل.
سرچینې زیاته کړې، د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته ۴۷ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.
سرچینه زیاتوي، د وړاندې شوو پروژو له جملې د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور، د اته پروژو قرار دادونه تعدیل، د څلورو پروژو لغوه او د اتو پروژو د قراردادونو د قیمتونو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دنده وسپارل شوه څو له ګټونکو شرکتونو سره بیاځلې مذاکرات ترسره او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د غزني ولایت د سلطان بند بیارغونه، په کابل ښار کې د تهیه مسکن د دویم نمبر بلاکونو بیارغونه، د لوګر او کندهار ولایتونو د استیناف محکمو د تعمیرونو بیارغونه، د کابل ښار یو شمېر داخلي سړکونو بیارغونه، په بېلابېلو ولایتونو کې د اړتیا وړ برېښنايي وسایلو بیارغونه او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP