Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغیس کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

قلعه‌نو (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۳): د بادغیس امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله یوه تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.

د بادغیس ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د دغه ولایت د څلورمې امنیتي حوزې اړوندسیمه کې د یوه موټرسایکل د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

سرچېنې لیکلي چې په یاده پېښه کې یوه تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

امنیه قوماندانۍ لیکلي، ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.