لښکرګاه (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۳): د هلمند سېمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په سنګین او ګرمسیر ولسوالیو کې د شاوخوا اته میلیون افغانیو په لګښت د دوو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
د هلمند ولایت د د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت سنګین ولسوالۍد بارکزو او هزارګانو کلیو ترمنځ د اوبو لګولو کانال د تحکیم کارۍ چاري پیل شوې.
هغه وویل، یاد کانال د ملګرو ملتونو پرمختیایي سازمان په مالي مرسته د بلال نعمت یار ساختماني شرکت له لوري ۴.۹ میلیون افغانیو پهلګښت رغول کېږي.
د ده په وینا، د یادي پروژي په ترسره کولو سره به د سیلابونو د راوتلو اوبو د تخریب مخنیوی او د یادي سیمي زراعتي ځمکو ته به پهکافي اندازه اوبه ورسیږي او لسګونه کسانو ته ورسره د کار زمینه هم برابره شي.
د هلمند دوالي ویاند مولوي محمد قاسم هم وایي د دغه ولایت ګرمسېر ولسوالۍ صفار سیمه کې د ۳۲ لکه او ۵۲ زره افغانیو په لګښت داوبو ذخیره کولو یو چیکډیم رغنیزي چارې پیل شوي.
نوموړي زیاته کړه یاد بند د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت سره جوړېږي چې د سروې او ډیزاین چاري یې ترسره شوي دي.
ریاض زیاتوي د غه بند ۶۲ متره اوږدـوالی او ۴ متره لوړوالی لري اړ د ۶۲۰۰ متره مکعبه اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP