Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې ۴۹ کیلوګرامه نشه‌يي کشف او ترلاسه شوي

مزارشریف (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یې د عملیاتو پر مهال ۲۵ کیلوګرامه چرس، ۲۴ ګرامه تریاک او ۱۹۹ ټابلیټ کا ګولۍ کشف او ترلاسه کړې او په تړاو یې ۳ کسان هم نیول شوي دي.

د بلخ امنیه قوماندانۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې قوماندانۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیریت د کشفي او استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې د بلخ ولسوالۍ په بابه یوسف او علم خېلو کلیو کې نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په ترلاسه شوو توکو کې ۲۵ کیلوګرامه چرس، ۲۴ ګرامه تریاک ۱۹۹ ټابلیټ کا نیولي چې په تړاو یې درې کسان هم نیول شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.