Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې یو چینایي سوداګر د اسلام پر مبارک دین مشرف شو

مزارشریف (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۳): د بلخ ولایت مقام وایي چې د وانک فیکي په نوم یو چینایي سوداګر د اسلام پر دین مشرف شو او د عبدالله محمد نوم ورکړل شو.

د بلخ ولایت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، بلخ ولایت مقام کې د چین هېواد سوداګر وانګ فیکي تازه مسلمان شو او اسلامي نوم یې عبدالله محمد ونومول شو.

خبرپاڼه زیاتوي: «عبدالله محمد غواړي بلخ ولایت کې د اسلامي امارت سره په یو شمېر تولیدي فابرېکو جوړولو کې همکاري وکړي، تازه یې په بلخ ولایت مقام کې د یو مجلس په ترڅ کې د اسلامي امارت تر قیادت لاندې د لآ اِلَهَ اِلّا اللّهُ مُحَمَّدٌ رَسُوُل اللّهِ کلمه وویل او د اسلام پر مبارک دین مشرف شو.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم یو شمېر بهرنیان په افغانستان کې د اسلام پر مبارک دین مشرف شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.