کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۳): نن په کابل کې د ۹۷۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره د کمپلو یوې تولیدي فابریکې کار پیل کړ. دغه فابریکه به دا مهال په ورځني ډول د دوو زرو او په راتلونکي کې د پنځو زرو کمپلو د تولید وړتیا ولري.
دغه فابریکه د کابل د څرخي پله په صنعتي پارک کې د افغانستان د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پرانیسته.
د یادې فابریکې استازي عبدالحق نوري په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې وویل، دغه فابریکه د ۹۷۰ میليونه افغانيو په لګښت فعاله شوې او دا مهال په کې په مستقيم ډول ۳۰۰ کسان په کار بوخت دي.
دی وایي چې دغه فابریکه دا مهال په ورځني ډول دوه زره کمپلو د تولید وړتیا لري، خو دغه شمېر به د بازار وضعیت ته په پام تر ۵۰۰۰ لوړ کړي.
د ده په وینا، هوډ لري چې افغانستان کې د کمپلو اړتیا پوره او له هغه وروسته د افغانستان په نوم او نښان کمپلې نورو هېوادونو ته هم صادرې کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، د یادې فابریکې په پرانیستو سره به پر بهرنيو تولیداتو تکیه کمه او په هېواد به کاري فرصتونه رامنځته شي.
د ده په وینا، د کورنیو صنایعو د ملاتړ په موخه دې فابریکې ته د افغانستان د کرنې پرمختیا صندوق له لوري د مرابحې اسلامي تمویل قرارداد له مخې د سل میلیونه افغانیو په ارزښت مهم ماشینونه اخیستل شوي څو د پانګونې د لګښتونو فشار ورباندې کم شي.
ملا برادر وايي، په دغه فابریکه کې به د هېواد له خامو موادو وړیو او پنبې څخه ګټه واخيستل شي چې دا به د مالدارۍ او کرنې سکټور د پیاړوتیا ترڅنګ د کاري فرصتونو په زیاتولو کې هم مرسته وکړي.
هغه وویل: «په هېواد کې د سرتاسري امنیت په ټینګېدو او د فساد کچې په ټیټېدو سره اوسمهال د هر ډول لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو لپاره ښه زمینه مساعده شوې ده. اسلامي امارت د وارداتو د تعویض د اغېزناکو سیاستونو په پلي کولو سره د داخلي صنایعو ملاتړ ته دوام ورکوي چې دا د هېواد د ملي اقتصاد په پياوړتیا کې مهم رول لوبوي.»
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال پر سوداګرو او پانګوالو غږ وکړ چې د خپل هېواد د ابادۍ او اقتصادي ودې د پياوړتیا په موخه افغانستان کې پانګونه وکړي. هغه زیاتوي چې اسلامي امارت ټولې اسانتیاوې ورته برابرې کړې او بشپړ ملاتړ یې کوي.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په نننۍ ناسته کې وویل: «د اسلامي امارت د اقتصادمحوره پالیسۍ له مخې هره ورځ هېواد کې نوې نوې فابریکي پرانیستل کېږی، چې دا کوم ساده کار نه دی.»
هغه زیاته کړه، صنعتکاران او پانګوال کېدای شي د ځمکې له اړخه ستونزې ولري خو د اسلامي امارت ټول قوانین له پانګوالو د ملاتړ په موخه جوړ شوي دي.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مرستیال شېرباز کمینزاده د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې د اسلامي امارت د ملاتړ په پایله کې ډېرو کارخونو فعالیت پیل کړی.
د ده په وینا، که په افغانستان کې د صنعتکارانو او پانګهوالو د برېښنا او ځمکې ستونزې حل شي یوازې په کابل کې به تر ۸۰۰ توليدي کارخونې فعالې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP