Language

خبرتيا: هغه نظامیان چې شخصي موټر کاروي، بايد د ټولپلازا تعیین شوی محصول ورکړي

کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۳): د ټولګټو وزارت ويلي، که څه هم له دولتي موټرو د ټولپلازا پیسې نه اخیستل کېږي، خو هغه نظامیان چې شخصي پلیټ لرونکي موټر کاروي بايد پر لویو لارو د تګ راتګ پر مهال د ټولپلازا تعیین شوی محصول اړونده مسؤولینو ته ورکړي.

پر لویو لارو له کوچنيو مسافروړونکو موټرو ۸۰ افغانۍ او له لویو باروړونکو موټرو د ټایرونو د شمېر په اندازه د هر یو ټایر پر سر۱۰۰ افغانۍ د ټول‌پلازا په نوم محصول اخیستل کېږي.

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس د دغه وزارت یوه خبرتیا پر خپله اېکس‌پاڼه خپره کړې او په کې راغلي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړو حکمونو له مخې، د کابل – غزني، کابل – جلال‌اباد، سالنګونو او یو شمېر نورو لویو لارو په اوږدو کې د دغه وزارت له لوري د سړکونو د رغونې په موخه ټولپلازاوې فعاله شوې دي.

په خبرتیا کې راغلي: «په همدې اساس ټولګټو وزارت، د ملي دفاع له وزارت، د کورنیو چارو له وزارت، د استخباراتو له لوی ریاست او د نورو اړونده نظامي ارګانونو له مسؤولینو او ټولو مجاهدينو څخه په ډېر درنښت هیله کوي چې که څه هم د فعاله ټولپلازاوو په مسيرونو کې له دولتي پلیټ لرونکو وسایطو څخه د تګ راتګ پرمهال پیسې نه اخیستل کېږي، خو هغه وسایط چې شخصي پلیټ ولري او نظامي کسان ورڅخه ګټه اخلي؛ بايد پر یادو لویو لارو د تګ راتګ پرمهال د ټولپلازا تعیین شوی محصول اړوند مسؤولینو ته ورکړي.»

دغه وزارت د یادو ادارو له کسانو غوښتي چې د ټولپلازا برخې له کارکوونکو سره همکاري وکړي او د ټولپلازا لرونکو لويو لارو څخه د تېرېدو پرمهال هغوی ته ستونزې رامنځته نه کړي.

سرچینې لیکلي، هېوادوال بايد ډاډه وي چې له ټولپلازاوو راټول شوي عواید په یو مشخص بانکي حساب کې راټولیږي او بېرته د همدې لویو لارو او سړکونو په رغونه کې لګول کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.