کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۳): د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې له یوې موسسې سره د څه باندې ۶۵۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوکړهلیک تېره ورځ د دې ادارې د سرپرست ملا نورالدین ترابي او د «کنسرن» نړۍوالې موسسې د پروګرامونو مسوول «نایجل ایلمز» ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو.
سرچینې زیاته کړې، د دغه هوکړهلیک له مخې به یاده موسسه تخار او بدخشان کې د ۶۵۰ زره او ۴۵۱ امریکايي ډالر په ارزښت له ۱۶۱۳ زیانمنو کورنیو سره د سونتوکي او ژمنيو جامو مرسته وکړي.
یادې ادارې له دې مخکې هم د پراختیایي همکاریو له خیریه موسسې سره د څه باندې ۴۶۹ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړهلاسلیک کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP