Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د لسګونو ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

پل‌علم (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۳): د لوګر ورزشي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کچه د ۵۰ غوره ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ یا غېږنیونې یوه ورځنۍ سیالۍ وشوې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت انجنیر مزمل نعیم‌زي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیالۍ د پل‌علم ښار په دولتي جمنازیوم کې ترسره شوې چې لومړی مقام شیهد معروف ورزشي کلپ او دویم مقام استقلال ورزشي کلپ ترلاسه کړ.

نعیم‌زي زیاته کړه، د یادو سیالیو د جوړېدو موخه لوګر ولایت کې پهلواني ورزش ته وده ورکول، پهلواني ورزشکارانو ترمنځ د همغږۍ او تجربو شریکول او همدارنګه د ولایت په کچه د پهلواني لپاره د غوره ورزشکارانو غوراوی دی.

بلخوا، د جوړو شوو سیالیو یوه ورزشکار احمد جمشېد پژواک ته وویل، خوښ دی چې وروسته له څو کلونو لوګر ولایت کې د پهلواني سیالۍ جوړې شوې.

نوموړي د پهلواني پر فدارسیون غږ وکړ چې د پهلوانۍ ورزشکارانو ته د ظرفیت لوړونې او سیالیو ترسره کېدو زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت هم د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د هېواد ۱۴ ولایتونو په کچه د «پانګریشن» ورزشي سیالۍ ترسره شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.