کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۳): د نسايي ولادي ناروغیو متخصصین د امیندوارۍ پر مهال پاملرنه مهمه بولي او وايي، په دغه دوره کې د ډاکټر تر څارنې لاندې پاتې کېدل د جنین د سقط، له وخت مخکې د زیږونونو او د مور او ماشوم د مړینې د احتمالي خطرونو مخنیوی کوي.
د ډاکټرانو په وینا، میندې د امیندوارۍ په نهو میاشتو کې باید لږ تر لږه څلور ځله روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي څو ډاکټر د هغوی ټول وضعیت وڅیړي او له تشخیص سره سم مور ته لازمې سپارښتنې وکړي.
ډاکټران: د امیندوارۍ پر مهال پاملرنه مور او ماشوم د مرګ له خطره ژغوري
کابل ښار کې د ملالۍ زیږنتون روغتون رییسه ډاکتره ملالۍ رحیم فیضي د امیندوارۍ دوره حیاتي بولي او وايي چې یوه مور باید په دغه وخت کې د ډاکټر تر څارنې لاندې وي.
هغې پژواک خبري اژانس ته وویل: «یوه مېرمن کله چې امیندواره کېږي، ځیني خطرونه شتون لري، د امیندوارۍ په درېیو لومړیو میاشتو کې د ماشوم ژوند او یا دا چې حمل نارمل دی که نه؟ دا تشخیصیږي او ځیني نورې ستونزې لکه په میندو کې استفراقات چې ځینې وخت بیخي ډېرېږي او ان د ماشوم د له منځه تلو لامل ګرځي د امیندوارۍ په دريېو لومړیو میاشتو کې یې امکان شته.»
هغې د امیندوارۍ دویمو درېیو میاشتو ته په اشاره وايي، په دغه وخت کې د ماشوم وده چک کېږي چې په سمه توګه وده کوي که نه؟ د مور حیاتي علایم چک کېږي چې لوړ فشار و نهلري، ماشوم د انومالي له نظره چک کېږي چې سوءشکل نه وي.
د فیضي په وینا، د امیندوارۍ پر مهال د مور د ویني کموالی هم کتل کېږي او دغهراز د اراچ ګروپ هم کتل کیږي چې ډیری مېرمنې منفي اراچ ګروپ لري او نه پوهیږي او په خپل لومړي زېږون کې ماشوم له لاسه ورکوي.
هغه زیاتوي: «ډېری مېرمنې نه پوهیږي او خپل لومړی ماشوم له لاسه ورکوي، د امیندوارۍ درې وروستۍ میاشتې هم ډېرې مهمې دي، په دې کې هم لومړی تشخیصیږي چې د ماشوم وده په سمه توګه ده، د وینې بهېدنې امکان شته، پلاسنټا لیدل کیږي چې چېرته موقعیت لري، کله کله په دریېو وروستیو میاشتو کې وینه بهېدنه پیدا کیږي… د ماشوم حیات، مایع یې او حرکت یې کتل کېږي چې ستونزه ونه لري.»
ډاکټرې فیضي وايي د امیندوارۍ پر مهال باید لږ تر لږه څلور ځله ډاکټر ته مراجعه وشي او زیاته یې کړه: «په وروستیو درېیو میاشتو کې د مور حیاتي علایم چک کېږي، ډېر ناروغان دي چې لوړ فشار پیدا کوي او په همدې وخت کې یې مخنیوی کیږي، د ماشوم مایع چک کېږي چې له کوم خطر سره مخ دی که نه؟»
آغلې فیضي د امیندوارۍ پر مهال ډاکټر ته د ښځو پر مراجعه کولو د ټینګار ترڅنګ وویل چې یوازې د زیږون پر مهال ډاکټر ته مراجعه ښايي د میندو لپاره ځیني ستونزې پيدا کړي؛ ځکه ځینې ناروغۍ چې یوه مور د امیندوارۍ پر مهال ورسره مخ کېږي، په هماغه وخت کې په سمه توګه تشخیص او درملنه یې کېږي.
د هغې د معلوماتو له مخې، هره ورځ ۱۵۰ تر ۲۰۰ مېرمنې یاد روغتون ته مراجعه کوي او هغوی ته ولادي خدمتونو وړاندې کیږي.
نوموړې د هغو میندو شمېر چې د امیندوارۍ پر مهال له خدمتونو بې برخي کېږي، څه ونه ویل خو زیاته یې کړه: «اوس هم د افغانستان په لرو پرتو ولایتونو کې روغتیايي خدمتونو په بشپړه توګه ندي رسیدلي چې امیندوارې مېرمنې وکولای شي مراجعه وکړي، سمه ټرانسپورټي ساحه نهلري چې مور مراجعه وکړي، یا یوه ولسوالۍ له بلې ډېر واټن لري.»
ډاکټرې فیضي دغهراز وویل، په ځینو کورنیو کې ناوړه دودونه هم د دې لامل شوي څو میندې د امیندوارۍ پر مهال ډاکټر ته مراجعه ونه کړي.
هغې زیاته کړه: «زموږ ځیني خلک وايي ډاکټر ته مراجعه مه کوه چې ماشوم دې خرابیږي، ماشوم دې له منځه ځي او ښه دا ده چې په کور کې زیږون وکړي، سپینسرې مېرمنې تل وايي زموږ په وخت کې هیڅ ډاکټر نه و او موږ نارمل زیږون درلود.»
هغې په یوه پیغام کې له کورنیو وغوښتل: «زما وړاندیز دا دی، هغه مېرمنې چې امیندوارې دي، باید د کورنیو له لورې ورته ځانګړې پاملرنه وشي، هم د خوړو په برخه کې او هم باید ډاکټر ته مراجعه وکړي او هغه روغتیایي خدمتونه چې ډېر اړین دي، د امیندوارۍ پر مهال ترې ګټه پورته کړي.»
ورته مهال، کابل ښار کې د نسايي ولادي ناروغیو متخصصه ډاکټره شینکی وردګ هم د امیندوارۍ پر مهال پاملرنه اړینه بولي او وايي، باید هره مېرمن د نهه میاشتۍ امیندوارۍ پر مهال هرومرو د نسایي ولادي ناروغیو ډاکټر تر څارنې لاندې وي.
هغې وویل، هغه ښځه چې د امیندوارۍ پر مهال د نسایي ولادي ناروغیو ډاکټرې تر څارنې لاندې وي، هم خپله او هم یې ماشوم خوندي وي.
هغې زیاته کړه: «که مېرمنې د امیندوارۍ پر مهال ډاکټر ته مراجعه ونه کړي، دا کار د ځینو ستونزو لکه د ماشوم سوءشکل، د ماشوم د کمزورۍ، مخکې له وخته زېږون، پرلپسې سقط او د عملیات او دغهراز د کم وزنه ماشوم د زېږېدو لامل کېږي.»
د هغې په خبره، د عامه پوهاوي کموالی، اقتصادي ستونزې او ناوړه دودونه هغه لاملونه دي چې مېندې ډاکټر یا روغتیايي مرکز ته مراجعه نه کوي.
بلخوا، د عامې روغتیا وزارت د امیندوارۍ روغتیا ریاست سرپرسته ډاکټره منیژه مسکینیار هم سپارښتنه کوي چې یوه امیندواره مېرمن له زېږون مخکې باید لږ تر لږ څلور ځله روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي.
هغه وايي: «د امیندوارۍ دوره یو اړینه او حیاتي دوره ده چې ډېرې ننګونې لري، که روغتیایي مرکزونو ته مراجعه ونشي، د ویني د کموالي، د فشار د لوړوالي، خوارځواکۍ، رواني ستونزو، ولادی سوءشکل، د مړو ماشومانو زېږون او د امیندوارۍ پر مهال د اختلالاتو د رامنځته کېدو لامل کېږي.»
هغې وویل: «د امیندوارۍ پر مهال پر وخت روغتیايي مرکز ته مراجعه کول روغتیايي کارکوونکي ته شرایط برابروي چې د امیندوارې مېرمنې اختلالات او خطر لرونکې نښې وپېژني او پر وخت یې درملنه وکړي او د بل خوندي زېږون لپاره لازمې پرېکړې په پام کې ونیسي.»
ډاکټرې منیژې زیاته کړه، د امیندوارۍ پر مهال تر د ډاکټر تر څارنې لاندې پاتې کېدل د ډېرو روغتیایي ستونزو لکه د وینې د لوړ فشار او د زېږون او د امیندوارۍ په لومړیو کې د وینې بهېدنې مخنیوی وکړي.
ورته مهال، د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي، تېرو درېیو کلونو کې یې څه باندې ۳۵۰ د امیندوارۍ روغتیا خدمتونو مرکزونه جوړ کړي او هغه مرکزونه چې مخکې موجود وو، هغه هم فعال دي.
هغه دغهراز څرګنده کړه چې د دغه ډول مرکزونو جوړول لا هم ادامه لري.
بلخوا، ۲۷ کلنه مژده چې د کابل ښار د مکروریانو سیمې اوسېدونکې ده وايي: «د امیندوارۍ پر مهال هیڅ ډاکټر ته ولاړه نشوم، ځکه چې اقتصادي ستونزې مې درلودې، کله چې مې ماشوم وزېږېد، ډېره نارامي به یې کوله او د پښې هډوکو یې ستونزه درلوده، ډاکټر ته ولاړم، ټولې معاینې یې وکړې، و یې ویل چې زوی دې د کلسیم او ویټامین ډي کمبود لري، که د امیندوارۍ پر مهال دې ډاکټر ته مراجعه کړی وای، د ویټامین ډي او کلسیم امپولونه دې اخیستی وای، اوس یې ډېر امکان درلود چې له دغه ستونزې سره نه وای مخ شوی.»
خو ۲۴ کله شبنم چې د کابل ښار د ټایمني سیمې اوسېدونکې ده وايي: «د امیندوارۍ پر مهال هره میاشت ډاکټر ته تلم، په اوومه میاشت کې یې راته وویل چې د ماشوم اوبه دې کمې دي، باید ډېر مایعات وڅيښې او سیروم درته تطبیق شي، څو سیرومه یې راته راکړل، کله مې چې هغه وکارول او بیا ډاکټر ته لاړم، راته یې وویل چې ستونزه دې پر وخت او په ښه توګه حل شوې ده.»
هغې دغهراز زیاته کړه، ډاکټرې ورته ویلي و چې که پر وخت دې دغه ستونزه نه وای حل شوې، ان د جنین د سقط له خطر سره مخ کېدله.
Views: 17
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP