کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د غزې د شمال اړوند په بیتلاهیا سیمه کې د استوګنې پر یوه ودانۍ د اسرائیلو په هوايي برید کې ۵۰ تنه فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی چې ۳۰ سلنه یې ماشومان دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، د غزې د حکومتي رسنیو دفتر تېره ورځ ویلي چې اسرائیلو په بیتلاهیا کې پر یوه هغه څوپوړیزه استوګنځي هوايي برید کړي، کوم چې هلته بېځایه شوي فلسطینیان مېشت دي.
سرچينې د فلسطین د روغتیا وزارت د چارواکو له قوله لیکلي چې د بیتلاهیا د «قتل عام» نږدې ۳۰ سلنه قربانیان ماشومان دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې په دغه برید کې په لسګونو نور ټپيان شوي هم دي.
په غزه کې د فلسطین له ملکي وګړو د دفاع بنسټ ویاند محمود بسال الجزیرې ته ویلي چې د غزې په شمالي برخه کې یاده سیمه له شاوخوا ۴۰ ورځو راهیسې اسرائیلو کلابنده کړې او له همدې امله د برید سیمې ته بېړنۍ مرستې هم نه دي رسېدلي.
د فلسطین د روغتیا وزارت تېره ورځې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهیسې څه باندې ۴۳۸۰۰ فلسطینیانو د اسرائیلو په بریدونو ژوند له لاسه ورکړی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP