کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي چې کویټ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۵۰۰ زره ډالره مرسته کړې ده.
اوچا نن پر خپله اېکسپاڼه د دغو مرستو خبر ورکړی دی.
دغه بنسټ زیاته کړې چې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره دا مرسته د ۲۰۲۴ کال لپاره شوې ده.
اوچا ویلي چې په ټول افغانستان کې له زیانمنونکو کسانو سره د مرستې لپاره د بېړنیو او ژوند ژغورونکو ځوابونو ملاتړ کوي.
څه موده مخکې المان هم د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۱۱،۲ میلیون ډالرو مرسته کړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP