کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان له ۱۷ کلونو کمعمر د فوټبال ملي لوبډلې روزونکی وايي، له فوټبال فدراسیون سره ستر پلانونه لري، څو وکولای شي د ۲۰۲۵ کال اسیا ملتونو جام سیالیو کې پیاوړي راڅرګند شي.
د افغانستان له ۱۷ کلونو کمعمر د فوټبال ملي لوبډلې روزونکي الیاس منوچهر له پژواک خبري اژانس سره ځانګړې مرکه کې وویل، د نوو استعدادونو د جذب او د ۲۰۲۵ کال د اسیا ملتونو جام سیالیو کې د ګډون لپاره د ښه چمتوالي لپاره هڅې روانې دي.
د هغه په خبره، له څه باندې نهو میاشتو راهیسې د افغانستان له ۱۷ کلونو کمعمر د فوټبال ملي ټیم د روزونکي په توګه دنده ترسره کوي او په دې موده کې یې د مرکزي اسیا (کافا) په سیالیو کې د اتلولۍ ګټلو ترڅنګ، د کمبودیا په سیالیو کې خپلو څلورو پیاوړو سیالانو ماته هم ورکړې ده.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان له ۱۷ کلونو کمعمر د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د اسیا ملتونو جام په راتلونکو سیالیو کې د ګډون لپاره په سعودي عربستان کې په چمتووالي بوخته ده.
هغه څرګنده کړه چې د هېواد د فوټبال فدراسیون پر ملي ټیم ښه پانګونه کړې ده، دغه ټیم په لوبو کې ښه ځلیږي او هېوداونو ته د سترو ګُلونو په توپیر ماتې ورکوي.
د هغه په خبره، د فوټبال ټیم دوامدار تمرینات کوي او له هر سفر څخه تر بېرته راګرځېدو لس وروځې وروسته بېرته خپل تمرینات پیلوي او ټول امکانات ورته برابر دي.
منوچهر زیاته کړه چې له ۱۷ کلونو کمعمره لوبډله ښه تخنیکي کدرونه لري او فدراسیون هم هڅه کوي څو د اسیا ملتونو جام په سیالیو کې د ګډون په موخه د لوبغاړو لپاره تمریني کمپونه او دوستانه لوبې جوړې کړي.
هغه د اسیا ملتونو جام سیالیو ته د هېواد له ۱۷ کلونو د کمعمره ملي لوبډلې د لار موندلو لامل، مسلکي کدرونه او د خلکو هڅونه وبلله او خوښي یې څرګنده کړه چې د داسې ټیم د روزنې ویاړ لري.
نوموړي وویل، د ملي ټیم ترکیب د مخکې په څېر دی، خو افغانان په هېواد او بهر کې چې وړتیا ولري، دغه ټیم ته به جذب شي.
منوچهر زیاته کړه: «موږ په فدراسیون کې د استعداد موندلو په نوم یوه کمېټه لرو او هغه کمېټه له څو تنو استادانو څخه جوړه ده، په رأس کې یې هم زه یم. موږ کولای شو له ولایتونو ډېر ښه استعدادونه انتخاب کړو، له لیګونو یې انتخاب کړو او افغانان د دې وړتیا هم لري او کولای شو له هغوی لوبغاړي ونیسو. له نېکهمرغه وتوانېدو چې په همدې موده کې د ملي ټیم لپاره ښه لوبغاړي پیدا کړو.»
هغه له حکومت، ملي سوداګرو او خلکو د ملاتړ غوښتنه وکړه او څرګنده یې کړه چې د افغانستان له ۱۷ کلونو کمعمره ملي لوبډله یو روښانه راتلونکی لري.
په همدې حال کې، د هېواد له ۱۷ کلونو کمعمره ملي ټیم لوبغاړي شکېب امیري چې د دفاع برخه کې لوبه کوي، وویل چې له ۷ کلونو راهیسې د فوټبال د ملي ټیم غړی دی.
هغه زیاته کړه چې د یوه لوبغاړي په توګه د ټیم وضعیت ښه بولي؛ ځکه هم فدراسیون او هم روزونکی د دغه ټيم لپاره ښه پروګرامونه لري.
هغه یادونه وکړه چې هره ورځ شخصي تمرینات کوي او د ټیمي تمریناتو پیلېدو ته هم په تمه دي.
هغه زیاته کړه، په کمبودیا کې په وروستیو سیالیو کې د نورو هېوادونو ټیمونو د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم ستاینه وکړه.
نوموړي هم له خکو او ملي سوداګرو د ملاتړ او د هېواد د فوټبال له فدراسیونه یې په بهر کې د تمریناتي کمپ برابرېدولو غوښتنه وکړه.
ورته مهال، د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم ګُولکیپر فضلالدین امیني وايي چې له ۷ کلونو راهیسې د ملي ټیم غړی دی او دغه ټیم ته یې ډېرې لوبې کړې دي.
هغه زیاته کړه چې د ټیم وضعیت ښه دی او هیلهمند دی چې له خپلو هڅو سره مخکې ولاړ شي.
امیني هیله څرګنده کړه چې د اسیا ملتونو جام له سیالیو وروسته نړۍوال جام ته لاره پیدا کړي.
د یادونې ده چې د هېواد له ۱۷ کلونو کمعمره د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د اسیا ملتونو جام په مقدماتي سیالیو کې له ګډون وروسته د روانې لړم میاشتې په ۸مه بېرته هېواد ته راستنه شوې وه.
په دغو سیالیو کې د هېواد د فوټبال ملي ټیم په څلورو لوبو کې څلور بریاوې او ۱۲ امتیازونه ترلاسه کړي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP