کندهار (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۳): د کندهار په درېیمه ناحیه کې یوه کس په خپل شخصي لګښت د وحشي ژویو یو ژبڼ جوړ کړی چې لیدو ته یې هره ورځ لسګونه کسان ورځي.
د کندهار ښار په درېیمه ناحیه کې د محمدقاسم په نوم یوه کس خپل کور کې په شخصي لګښت ژوبڼ جوړ کړی چې موخه د خلکو لپاره تفریح او د وحشي ژویو د نسل ډېروالی دی او دا مهال یې پهکې ۲۵ بېلابېل ډوله وحشي حیوانات او الوتونکي ساتلي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: «دلته مې تر درې سوه زره ډالرو پورې پانګونې ته نیت دی، دا زما شوق دی او بل هدف مې دا و چې د خلکو لپاره به هم تفریح شي او د وحشي ژویو نسل به هم زیات شي؛ ځکه موږ په کندهار کې بل داسي باغ وحش نه لرو.»
د هغه په خبره، په پلان کې لري چې دا ژوبڼ نور هم پراخ کړي، له بهره ورته نور وحشي حیوانات راوړي او دغه راز د سیلانیانو لپاره یو تفریحي پارک هم جوړ کړي.
ورته مهال، دغه ژوبڼ ته راغلي کسان وایي، خوښ دي چې په کندهار ښار کې داسې ژوبڼ جوړ شوی.
د جانان په نوم یوه ځوان وویل: «دا ډېر ښه کار شوی دی، ځوانان راځي دلته تفریح کوي په کندهار کې بل باغ وحش نشته، نو دلته د ناستي ځای هم جوړېږي چې دا به د ځوانانو لپاره یو ښه تفریحي ځای وي.»
دغه راز، ژوبڼ ته راغلي یوه بل ځوان کریمالله وویل، پانګهوال باید په کندهار کې دې ته ورته نوره پانګونه هم وکړي، تفریحي پارکونه باید جوړ کړي او د وحشي ژویو د ساتنې لپاره هم باید ځایونه جوړ شي؛ ځکه په افغانستان کې د وحشي ژویو ډېر نسل له منځه تللی.
هغه زیاته کړه: «دا ډېر پر ځای پانګونه شوې ده، دا د خلکو د تفریح ترڅنګ د وحشي حیوانانو د زیاتوالي لپاره هم ډېر ګټور دی، په افغانستان کې د جګړو له امله تر ډېره وحشي حیوانات یا مړه شوي یا نورو سیمو ته تللي دي، نو اوس باید بیا زیات شي.»
په همدې حال کې د دغه ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولین هم د یاد ژوبڼ جوړېدل یو پر ځای ګام بولي او وایي، دا کار د چاپېریال او وحشي ژویو د ساتنې په برخه کې ډېر ګټور دی.
د یاد ریاست د طبیعي میراثونو مدیر عبدالرووف مجددي وویل: «دا یو ډېر پر ځای پانګونه ده، د تفرېح ترڅنګ دا کار پر چاپېریال او د وحشيو ژویو په ساتنه ډېره مثبته اغېزه لري او موږ نور هم په دې برخه کې د پانګوالو لهخوا د پانګونې په تمه یو.»
سره له دې چې د هېواد په کچه تر ټولو لوی ژوبڼ په کابل ښار کې شتون لري او سلګونه ډوله وحشي حیوانات، څاروي او الوتونکي پهکې ساتل کېږي خو دا لومړی ځل دی چې کندهار ښار کې یو کس په شخصي لګښت ژوبڼ جوړوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP