Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اداري اصلاحاتو اداره: تر اوسه په لسو وزارتونو او ادارو کې ۷۰۸ اداري پروسې ساده شوي

کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۳): د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره وایي چې د اسلامي امارت له بیا واکنمېدو راهیسې په لږ تر لږه لسو وزارتونو او ادارو کې ۷۰۸ اداري پروسې ساده شوې دي.

دا څرګندونې نن د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رییس د دغې ادارې او د کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ د ساده شوو اداري پروسو د تطبیقي هوکړه‌لیک د لاسلیک په مراسمو کې وکړې.

دا هوکړه‌لیک نن د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت‌الله بدري، د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو ادارې رییس مفتي شهزاد نور راشد په شتون کې لاسلیک شو.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رییس شهزاد نور راشد دغه ناسته کې وویل چې دغه اداره د چارو ادارې تر چتر لاندې حکومتي ادارو ته اصلاحي پروګرامونه ترسره کوي چې یو یې د اداري پروسو ساده کولو پروګرام دی.

 هغه وویل، دغې ادارې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو تر اوسه په ۱۰ وزارتونو او ادارو کې ۷۰۸ اداري پروسې ساده کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د روان کال په ترڅ کې د پوهنې، روغتیا، کانونو او پټرولیم وزارتونو او د ولایتونو په ښاروالیو کې د اداري پروسو د ساده کولو چارې روانې دي.

راشد د اداري پروسو ساده کولو پرواګرام بنسټيز وباله او ویې ویل چې داچاره به خلکو او هېواد د اقتصاد لپاره ګټوره تمامه شي.

بلخوا، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت‌الله بدري دغه ناسته کې وویل چې له دې مخکې به پانګوالو د لوی مقیاس په کانونو کې د پانګونې لپاره ۲۲۸ قدمونه او په کوچني مقیاس کانونو کې د پانګونې لپاره به یې ۱۷۸ قدمونه طی مراحل کول.

هغه وویل چې له نېکه‌مرغه اوس د کانونو او پترولیم وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو اداري په ګډو هڅو، د لوی مقیاس په کانونو کې پانګونه ۹۵ قدمونو او په کوچني مقیاس کانونو کې ۶۷ قدمونو ته را ټيټه شوې ده.

بلخوا، د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور د اداري پروسو ساده کول د روڼتیا، د کارونو په معیاري کېدو او د خلکو د اعتماد راجلبولو برخه کې یو ښه ګام وباله.

هغه وویل چې دا چاره د خلکو او نظام په ګټه ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.