کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۳): افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره په لېدنه کې ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د نېمګړو روغتیايي پروژو بشپړېدو ته چمتو دی او دغه راز به په پوهنتونونو کې رغنیزې او علمي پروژې پیل کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ایران له سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي او مل پلاوي سره وکتل.
سرچېنې لیکلي، په دې کتنه کې قمي ایران څخه د افغان بندیانو د رالېږد بهیر په اړه معلومات ورکړل وې ویل، هېواد یې له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د اړیکو او همکاریو د پراخولو غوښتونکی دی.
قمي ویلي، ایران هڅه کوي د چابهار بندر په فعالولو او پراخولو سره، افغانستان ازادو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
ده زیاته کړې، ایران په افغانستان کې د نېمګړو روغتیايي پروژو بشپړېدو ته چمتو دی او غواړي د افغانستان په پوهنتونونو کې رغینزې او علمي پروژې پیل کړي.
افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي د یادو پروژو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مولوي عبدالکبیر هم ویلي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د حسنه اړیکو غوښتوونکی دی او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې کوم لوري ته ضرر ورسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP