Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدر: هیڅوک زندانیانو ته د شکنجې ورکولو اجازه نه لري

بدر: هیڅوک زندانیانو ته د شکنجې ورکولو اجازه نه لري

author avatar
20 Nov 2024 - 17:22
بدر: هیڅوک زندانیانو ته د شکنجې ورکولو اجازه نه لري
author avatar
20 Nov 2024 - 17:22

ګردېز (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۳): د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولين وايي چې د هېواد په زندانونو کې هيڅوک زندانیانو ته د سزا او یا هم شکنجې ورکولو صلاحیت نه لري.

دغه څرګندونې د زندانونو چارو ادارې نظامي مرستيال حبيب‌الله بدر د پکتیا ولایت عمومي محبس کې له دیني او حرفوي زده‌‌کړو د ۵۱ زندانيانو فراغت‌‌غونډه کې وکړې.

هغه وويل، ځيني استخباراتي کړۍ داسې اوازې خپروي چې ګواکې د هېواد په زندانونو کې بنديانو ته بېلابېل ډول شکنجې ورکول کېږي خو دا هيڅ حقيقت نه لري.

هغه زياته کړه: «د زندانانو چارو سمون اداره هيچا ته هم اجازه نه ورکوي په زندانونو کې چا ته تعزير، سزا يا شکنجه ورکړي، هغه که هر څوک وي، په ټول افغانستان کې مو همدا هدايت ورته کړی.

دغه راز، د پکتيا محبس ریيس مولوي سهيل سعيد وويل چې په زندان کې يې بنديانو ته د ديني او عصري زده‌کړو ترڅنګ د حرفوي زده‌کړو زمينه هم برابره کړې ده.

هغه زیاته کړه چې نن له دغه زندانه ۵۱ کسان له دیني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول.

همدارنګه، یوه زنداني رحمان‌الله وويل چې په زندان کې ټولو بنديانو ته د ديني او عصري زده‌کړو ترڅنګ د خياطۍ، نجارۍ او کمپيوټر ترمیمولو برخو کې د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

هغه له محاکمو وغوښتل چې د هغو کسانو د قيد مودې دې راکمې کړي کوم چې له زده‌کړو فارغيږي.

Views: 0

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.