کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۳): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د روان کال د وږي میاشتې په پرتله په تله میاشت کې صادرات او واردات ډېره شوي دي.
د احصایې ملي ادارې نن (د لړم ۳۰مه) پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د روان کال په تله میاشت کې د افغانستان د صادراتو ټولیز ارزښت ۲۳۴ اعشاریه نُه میلیون ډالر او د وارداتو ټولیز ارزښت ۱۱۴۰ اعشاریه ۹ میلیون امریکايي ډالر و.
سرچینې زیاته کړې، د روان کال په وږي میاشت کې د هېواد د صادراتو ټولیز ارزښت ۱۷۳ اعشاریه ۹ میلیونه ډالره و، خو د ارقامو تحلیل ښیي چې د روان کال په تله میاشت کې د صادراتو ارزښت د وږي میاشتې په پرتله ۶۱ میلیونه ډالره زیاتوالی لري.
دغه راز، د احصایي ملي اداره وایي، د روان کال په وږي میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۹۵۴ اعشاریه یو میلیون ډالرو ته رسېده چې د روان کال په تله میاشتې کې د ۱۸۶ اعشاریه ۸ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی په کې راغلی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېر صادرات هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته او تر ټولو ډېر واردات بیا له ایران، پاکستان او چین هېوادونو شوي دي.