کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۳): له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې د کډوالۍ نړۍوال سازمان په همکارۍ کابل کې څه باندې ۴۰۰ پېښوځپلو کورنیو ته نغدي او غیرنغدي مرستې ووېشلې.
د دې ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي نن (چهارشنبه، د لړم ۲۹مه) د کابل ښار په ارغوان هوټل کې په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې وویل، نن په کابل ښار او نږدې ولسوالیو کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ایاواېم) له لوري د پېښو له امله ۴۲۳ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیرنغدي مرستې ووېشل شوې.

هغه زیاته کړه چې هرې کورنۍ ته ۱۷ زره او ۲۰۰ افغانۍ نغدې پیسې او ۱۶ قلمه ژمني توکي ورکړل شوي دي.
هغه وايي، د کډوالۍ له سازمان سره یې یو هوکړهلیک لاسلیک کړی چې له مخکې به د ۲۰۲۵ میلادي کال د جنورۍ میاشتې تر وروستیو د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې اړمنو کورنیو ته ژمني توکي ووېشي.
نوموړي له مرستندویه بنسټونو او هېوادونو وغوښتل څو له افغانانو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.
هغه څرګنده کړه چې دا مرستې د هېوادوالو لپاره کافي نه دي او د زیاتېدو هڅه یې کوي.
هغه زیاته کړه چې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې له لوري نن نیمروز، هرات، کندهار و نورستان ولایتونو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي استول شوي دي.
بلخوا، مرستې ترلاسهکوونکي خوښ دي چې مرسته ورسره شوې ده
د کابل د شپږمې ناحیې اوسېدونکي شاهولي پژواک ته وویل: «نن یې موږ ته ۱۷ زره او دوه سوه افغانۍ راکړې، یوه دوره یې موږ ته خوراکي توکي راکړي وو، موږ د ژمي لپاره هېڅ شی هم نه وو اخیستي.»
دغه راز، د کابل د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکی شېراحمد خوښ دی چې مرسته ورسره شوې او وايي، په مرسته شوو پیسو به د ژمي لپاره د سون توکي واخلي.
هغوی د دغه ډول مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP