غزنيښار (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۳): د غزني ولایت په مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د کرکټ هارد بال لساوریزې سیالۍ پيل شوې.
د غزني د ورزش امر عبدالودود پکتیال پژواک خبري اژانس ته وویل، په یادو سیالیو کې له مرکز او ولسوالیو لسو لوبډلو ګډون کړی چې یوه نیمه میاشت به دوام وکړي.
ده وویل چې د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د رضايي اتلان او میاڼي زلمو ترمنځ ترسره شوه چې د میاڼي زلمو لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده.
د نوموړي په وینا، یادې سیالۍ د ولایتي دویمه درجه لوبو لپاره د لوبغاړو چمتووالي په موخه ترسره کېږي.
بل لور ته، لوبغاړي هم د دغو سیالیو ترسره کېدو ته خوښ دي.
یوه لوبغاړي محمداصف پژواک ته وویل چې دغه ډول سیالۍ د دوی د وړتیا لوړولو کې ډېرې ګټورې تمامېږي.
خو ده ټينګار وکړ چې دوی ته دې د کرکټ میدانونه جوړ شي او په دې برخه کې دې نورو ستونزو ته هم رسېدنه وشي.
دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې په غزني کې له کرکټ سره د خلکو لېوالتیا او مینه ډېره شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP