کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سږ مېلادي کال په هېواد کې د شري ناروغي د شکمنو پېښو له ډېرېدو خبر ورکوي، بلخوا، ډاکټران دغه ناروغي مرګونې بولي او له کورنیو غواړي څو خپلو ماشومانو ته د دې ناروغۍ د واکسین تطبیق برخه کې پام وکړي.
د ډاکټرانو په خبره، شری یوه ساري ناروغي ده او ډېری ماشومان پرې اخته کېږي، دغه ناروغي د ککړې هوا، د ناروغو کسانو د پرنجي او ټوخي او یا هم د هغوی له اوښکو او لاړو سره د مستقیم تماس له لارې روغ کس ته انتقال کېږي.
تبه، ټوخی، د پزې بهېدل، سینهبغل، د سترګو سره کېدل، بېشتهایي، جلدي خارښت، د ستوني درد او په خوله کې سپینې لکې پیدا کېدل پر شری ناروغي د اخته کېدو نښې دي.
عامې روغتیا وزارت: سږ مېلادي کال هېواد کې د شري ناروغۍ شپږ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي: «د سږ مېلادي کال په ۱۱ میاشتو کې د شري ناروغۍ ۱۰۲۵۰ نمومې اخیستل شوې چې له ډلې یې ۶ زره د شري ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.»
هغه ویلي وو: «لکه څرنګه چې شری یوه ساري او ویروسي ناروغي ده، ځیني مهال په افغانستان کې هم د دې ناروغۍ ګراف لوړېږي.»
هغه په تېر یوه کال کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر وړاندې کولو په اړه له جزئیاتو پرته ویلي وو چې د تېر کال په پرتله سږ کال د شري ناروغۍ د شکمنو پېښو کچه لوړه شوې ده.
هغه زیاته کړده: «سږ کال ثبت شوې پېښې نږدې شپږ زره کسانو ته رسېږي، په نږدې میاشتو کې موږ پلان لرو چې د شري ناروغۍ د واکسین ملي کمپاین ترسره کړو، په دې کار به موږ وکولای شو چې د دغو پېښو له ډېرېدو مخنیوی وکړو.»
هغه له هېوادوالو وغوښتل، که چېرته په خپلو ماشومانو کې په شري ناروغۍ د اخته کېدو نښې نښانې وګوري، نو ژر تر ژره یې دې روغتیايي مرکز ولېږدوي او ناروغ ماشومان دې له روغو جلا کړي.
شرافت وویل چې تېر کال هم د واکسین فرعي کمپاینونه ترسره شوي او زیاته یې کړه: «په ۲۰۲۵ کال کې هم د ملي کمپاین پلان لرو چې په ترڅ کې به یې له لسو کلونو کمعمره ۱۶ میلیون ماشومان واکسین شي.»
د هغه په خبره، د معافیت په پروګرام کې هره ورځ په ټولو روغتیايي مرکزونو کې د شري ناروغۍ واکسین تطبیقیږي.
ډاکټران: پر شري ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنه په خپلسري توګه مه کوئ
په کابل ښار کې د «اندراګاندي د ماشوم روغتیا انسټېټیوټ» کې متحصص ټرېنر ډاکټر سیفالله اباسین پژواک خبري اژانس ته وویل، شری یوه ویروسي ناروغي ده چې له ناروغ کس څخه روغ کس ته سرایت کوي او ډېر مهال ماشومان پرې اخته کېږي چې د نه پاملرنې په صورت کې له پنځو کلونو د کمعمره ماشومانو ترمنځ د مړینې لامل هم کېږي.
سرچینه وايي، انسان په هر فصل او هر وخت کې پر دې ناروغۍ اخته کېدای شي.
نوموړي زیاته کړه: «کله چې ناروغ ریزش وي یا هره بله ناروغي ولري، باید سم تقویه شي، ورته مایعات ورکړل شي څو د ناروغۍ د شدت مخه ونیول شي خو ډېری ماشومان پر خوارځواکۍ اخته کېږي؛ ځکه چې د بدن مقاومت یې کمېږي او د بدن مایعات له لاسه ورکوي.»
ډاکټر اباسین د کورنیو له لارې د ناروغان خپلسرې درملنې ته په اشارې وویل: «ډېر خراب دودونه شته چې ماشوم ډېر ګرم ساتي، ورته کافي خواړه او اوبه نه ورکوي، موږ په روغتون کې ولیدل چې کله به یې یو ماشوم راوړ، په دوو یا درېیو کمپلو کې به یې تاو کړی و، دا کار د دې لامل کېږي چې ماشوم ډېر خوله شي، خپله انرژي له لاسه ورکړي او ماشوم په بېلابېلو ناروغیو لکه سینهبغل، عصبي ستونزو او د غوږ پر درد اخته شي.»
د هغه په خبره، کله چې ماشوم په شري اخته کېږي، هڅه دې وشي چې کور کې له نورو سالمه ماشومانو لرې وساتل شي؛ ځکه چې دا ناروغي ډېره ژر نورو ته سرایت کوي.
هغه د شري واکسین ته په اشارې وویل، هر کلینیک کې د نورو واکسینونو ترڅنګ د سرخکان واکسین هم شته او باید ماشومان پر وخت واکسین شي.
نوموړي زیاته کړه: «که یوه مور خپل واکسین پر وخت یعنې مخکې له امیندوارۍ واخلي، ماشوم په اسانۍ په شري نه اخته کېږي او مور کولای شي چې په اسانه توګه معافیت ماشوم ته ولېږدوي.»
سرچینه وايي، ډېری وخت مور او پلار فکر کوي چې واکسین ښه شی نه دی یا یې هم هېرېږي، همدا لامل کېږي چې د سرخکان پېښې هم ډېرېږي.
هغه وویل: «هغو ناروغانو ته چې د ناروغۍ شدت یې کم وي، درمل ورکول کېږي خو که اختلاطي وي، بستروو یې او هره ورځ له ۸ تر ۱۰ ناروغان بستروو.»
بلخوا، د کاپيسا اصلي اوسېدونکې اصفه چې یو نیم کلنه لور یې پر شري اخته ده او اوسمهال په اندراګاندي روغتون کې بستر ده، وایي: «لور مې له شپې راهیسې ډېره تبه لري، ریزش ده، خوله یې شړېدلې، دوه ځلې مې کلینیک ته یووړه، درملو پرې هېڅ اغیز ونه کړ، هان پوه نهشول چې شری لري، بیا مې دلته راوړه، بستر یې کړه، معلومه نه ده چې څو ورځې به بستر وي.»
هغې په یاد روغتون کې د خدمتونو د وړاندې کېدو په اړه رضایت څرګند کړ خو له ډاکټرانو یې وغوښتل چې دغه ډول ماشومانو ته ډېره پاملرنه ولري.
ورته مهال، د پروان اوسېدونکی شیراحمد چې پایواز دی، وايي: «د ماشوم په بدن مې واړه بخارونه وتلي وو، ریزش و، ډېر نارامه و، بیا مې روغتون ته راوړ، ډاکټرانو بستر کړ.»
نوموړي هم له ډاکټرانو وغوښتل چې د شري ناروغانو ته ډېره پاملرنه وکړي.
Views: 25
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP