Language

کونړ کې د دوو کورنیو ترمنځ پنځه کلنه دښمني پای ته ورسېده

اسعداباد (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۳) د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ پنځه کلنه دښمني چې درې کسان په‌کې وژل شوي وو، پرون د یوې قومي جرګې له لارې پای ته ورسېده.

شاوخوا پنځه کاله وړاندې د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ اړوند د کلایګل سیمې د اوسېدونکو عبدالله او ضیاءالحق د کورنیو ترمنځ د ځمکې او څړځاینو پر سر رامنځته شوې دښمني چې په‌کې درې کسان وژل شوي وو، پرون د یوې قومي جرګې له لارې حل شوه.

د یادې جرګې غړي او قومي مشر مثل‌خان په همدې موخه د جوړو شوو مراسمو پر مهال وویل، د ولایتي ادارې او قومي مشرانو په منځګړي‌توب یاده دښمني پای ته ورسېده او دواړو لورو یو بل ته بښنه وکړه.

هغه وویل: «دواړو کورنیو پنځه کاله له یو او بل سره دښمني لرله او له تاوتریخوالي ډک تریخ ژوند یې تیروو چې نن یې یو بل ته بښنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې راتلونکې کې به د ورورۍ پڅېر ګډ ژوند تیروي.»

هغه وویل، د جرګې د پرېکړې پر اساس که هر لوري په راتلونکې کې سرغړونه وکړه او یو بل ته یې د تېر په څېر ستونزې جوړې کړې، قوم به ورسره پړیکون اعلانوي.

ورته مهال، د دواړو کورنیو غړو هم د جرګې له پرېکړې څخه خوښي څرګنده کړه چې د روغې جوړې او مشرانو په منځګړي‌توب یې دښمني بېرته پر ورورۍ بدله شوه.

ضیاءالحق چې په دښمنۍ کې یې د کورنۍ دوه غړي وژل شوي، وايي، خوښ دی چې له مقابل لوري سره یې روغه وکړه او په وینا یې چې له دې وروسته به یې کورنۍ له ډار پرته ارام ژوند وکړي.

هغه وویل: «په دښمنۍ کې مو د کورنۍ دوه غړي له لاسه ورکړل، له سختو تنګو سره مخ شو، مونږ د قومي جرګې پرېکړې ته غاړه کېښوده او د خدای د رضاء لپاره مو مقابل لوري ته بښنه وکړه.»

دواړو لوريو له هغو کورنیو هم د سولې او روغې جوړې غوښتنه وکړه چې په خپلو منځو کې دښمنۍ او تربګنۍ پالي.

دغه راز د دغه ولایت والي مولوي قدرت‌الله ابو حمزه هم چې د روغې جوړې په یادو مراسمو کې یې ګډون کړی و وویل، په ټولنه کې د ولسي مشرانو او دیني عالمانو دنده ده چې په خپلو سیمو کې د خبرو له لارې د خلکو ترمنځ تربګنۍ او دښمنۍ حل او فصل او پر ورورۍ بدلې کړي .

هغه وویل: «د خدای شکر دی چې په ټول وطن کې د سولې او امنیت ډاډمنه فضا رامنځته شوې ده او خلک د اسلامي شریعت لاندې ژوند کوي، د حکومت او د ټولنې د خلکو مسوولیت دی چې خپلمنځي دښمني پای ته ورسوي او په ګډه د خپل هېواد پرمختګ ته بډې رابډوهي.»

هغه زیاته کړه، تېرو شاوخوا درېیو کلونو کې یي کونړ کې د ولایتي ادارې او قومي مشرانو په منځګړي‌توب د خلکو او قومومو ترمنځ لسګونه لویې او وړې شخړې حل او فصل کړي او دا لړۍ لاهم روانه ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.