کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د مالیې وزارت وايي، افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د پلټونکو ادارو او د مسلکي زده کړو بنسټونو ته د جواز ورکولو پروسه پیل شوه.
یاد وزارت نن پرخپله اېکس پاڼه لیکلي چې له کلونو راهیسې افغانستان د مسلکي محاسبینو له کموالي سره مخ دی چې دغه کموالي د شرکتونو مالي چارې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
سرچینې زیاته کړې، د همدې ستونزي د حل او د مسلکي محاسبې د پیاوړتیا په موخه، د مالیې وزارت د خزاینو لوی ریاست اړوند د افغانستان د مسلکي محاسبینو ادارې د لومړي ځل لپاره پلټونکو ادارو او د مسلکي زده کړو بنسټونو ته د ټاکل شوو معیارونو سره سم د ثبت او جواز ورکولو پروسه پیل کړه.
سرچینه زیاتوي، پلټونکو ادارو ته د معیاري جواز په ورکولو سره به، د دغه ادارو چارې مسلکي شي، د ملي عوایدو له تېښتې به مخنیوی وشي، د دولتي او خصوصي شرکتونو په عوایدو کي به زیاتوالی راشي، په مالي او مالیاتي پروسو کې به بشپړه روڼتیا رامنځته شي او شرکتونه به د سیسټم جوړونې په برخه کې لا ډېر پیاوړي شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د مالي چارو د پلټنې ادارې په دولتي او خصوصي شرکتونو کې د پلټنې چاري ترسره کوي چې موخه یې د مالیاتو له تېښتې مخنیوی، د مالي ستونزو رابرسېره کول او حلول، د مالي روڼتیا رامنځته کول او د مالي چارو معیاري کول دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP