کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د اسلامي امارت چارواکو په غزني ولایت کې یوې غونډې ته ویلي چې د اسلامي امارت سیاست خپلواک او ناپېیلی دی او د هرې موضوع پر وړاندې مسوولانه چلند کوي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې څرګندونې د رياستءالوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالكبير او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري په غزني ولايت کې په یوه لویه ولسي ناسته کې وکړې.
خبرپاڼه کاږي، د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وویل، اسلامي امارت د ډېرو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړی او د سیمې په ګډون له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت سیاست خپلواک او ناپېیلی دی او افغان حکومت متوازن سیاست پر مخ وړي.
دی زیاتوي، اسلامي امارت د کاري فرصتونو رامنځته کېدو لپاره د پانګونې پروسه اسانه کړې او حکومت به له خپلې بودجې ګڼې پروژې هم پیل کړي.
دغهراز د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري وویل چې د ملت د یووالي او اسلامي امارت د مبارزو له امله د امریکا پر وړاندې «جهاد» بریالی شو او اسلامي امارت د هرې موضوع پر وړاندې مسوولانه چلند کوي.
هغه زیاته کړه، پر اسلامي ارزښتونو معاملې ته اجازه نه ورکوي او په نږدې راتلونکي کې به ګڼې نوې پروژې پیل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP