Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سوداګرۍ وزارت له یو شمېر موسسو سره د نږدې څلور میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي

کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت له یوې بهرنۍ او پنځو کورنيو موسسو سره د نږدې څلور ميليون ډالرو په ارزښت، هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د همکارۍ دغه هوکړې تېره ورځ، د درې میلیونه او ۹۲۳ زره ډالرو په ارزښت، د کورنیو د پیاوړي کولو، له وړو تشبثاتو، سوداګرۍ او حرفو د پراختیا د ملاتړ برخو کې لاسلیک شوې دي.

سرچینه زیاتوي، د یاد وزارت سرپرست هېواد ته د بېرته راستنېدونکو پر ملاتړ ټینګار وکړ او دغه راز د یادو موسسو د مسوولینو د معلوماتو له اوریدو وروسته یې د دغو پروژو د پلي کېدو د بڼې او څرنګوالي او پر ټولنه باندې د هغو د اغېزو په تړاو د یادو موسسو استازو ته اړینې لارښونې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د لاسلیک شوو هوکړه‌لیکونو له مخې به یوه بهرنۍ او پنځه کورنۍ موسسې په ټولیز ډول د څه باندې ۳،۹ ميليون امریکايي ډالرو په ارزښت پروژې د کورنیو د پیاوړتیا، د متشبثو ځوانانو د کسب او کار د پراختیا، له وړو تشبثاتو څخه د ملاتړ، د سوداګرۍ د بنسټونو د زده‌کړې، د سوداګرۍ او حرفو د پراختیا برخو کې په کابل، هرات، بلخ، فاریاب، ننګرهار، خوست، تخار، بدخشان او بامیانو ولایتونو کې پلې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.