Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې پر یو شمېر «عبادت‌کوونکو» ډزې؛ کورنیو چارو وزارت: پېښه کې ۱۰ کسان مړه شوي

پلخمري (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزات وايي چې د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې پر یو شمېر «عبادت کوونکو» د وسله‌والو له لوري ‌ډزې شوې چې له امله یې لس کسان مړه شوي.

د نهرین ولسوالۍ یو اوسیدونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي پژواک ته وویل، تېره شپه د نهرین ولسوالۍ  بازار ته څېرمه د «سید پاچاجان» په نوم یوه زیارت کي پر «عبادت‌کوونکو» ډزې شوې.

هغه زیاته کړه: «داسې ویل کېږي چې دغه وسله‌وال برید د شپې ناوخته زیارت کې پر عبادت‌کوونکو شوی، دغه زیارت کې به د هرې جمعې په شپه یو شمېر کسان سره را ټولېدل خو دقیق نده معلومه چې په دغو ډزو کې به څومره کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم پژواک خبري اژانس ته دغه پېښه تایید کړه.

نوموړي وویل: «د بغلان نهرین ولسوالۍ په یوه لرې پرته سیمه کې د اهل تصوف او ذکر یو شمېر کسان د عبات لپاره راټول شوي وو چې ‌ډزې پرې شوې چې له امله یې لس کسان مړه شوي.»

بلخوا،  د بغلان امنیه قومانداني هم یاده پېښه تاییدوي خو وایي چې په اړه به یې نور جزئیات له پلټنو وروسته شریک کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.