پاراخ (پژواک، ۲ لیندۍ ۱۴۰۳ ): د پنجشېر سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې د څو پرمختیايي او ټولګټو پروژو په پیلېدو سره لږ تر لږه زرو کسانو ته د لنډمهاله کار زمینه برابره شوې ده.
د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لتون پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په دره، ابشار، پریان او بازارک ولسوالیو کې د چکډیم د څو پروژو کار پیل شو چې پکې زرو کارګرو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې یادې پروژې په دغه ولایت کې د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په مالي ملاتړ پلې کېږي.
د هغه په وینا، د یادو پروژو کار له یوې نیمې تر دوو میاشتو پورې دوام کوي.
د پنجشېر اوسېدونکي چې په یادو پروژو کې پر کار بوخت شوي خوښ دي، خو د کارخونو جوړېدو او لویو پروژو د پلې کېدو غوښتنه څو په هغو کې ورته د اوږدمهاله کار زمینه برابره شي.
حافظ په دره ولسوالۍ کې د یادو پروژو یو کارګر دی. هغه وايي، له ډېر وخت راهیسې بیکاره و او اوس د کار زمینې په برابرېدو سره خوښ دی خود د دایمي کاري فرصتونو غوښتنه کوي.
د پنجشېر په مرکز بازارک کې یو بل کارګر عطاالله هم په دغه ولایت کې د کارخونو د جوړېدو او دایمي کاري فرصتونو رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP