Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ا.ا مشرتابه «د بشري سرچینو» نوم «د کارکوونکو چارو» پر نوم د اړولو حکم کړی

د ا.ا مشرتابه «د بشري سرچینو» نوم «د کارکوونکو چارو» پر نوم د اړولو حکم کړی

author avatar
23 Nov 2024 - 17:14
د ا.ا مشرتابه «د بشري سرچینو» نوم «د کارکوونکو چارو» پر نوم د اړولو حکم کړی
author avatar
23 Nov 2024 - 17:14

کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۳): د اسلامي امارت د مشرتابه په یوه تازه حکم کې راغلي، ټولې ادارې دې له دې وروسته «د بشري سرچينو» ریاست، مدیریتونو او امریتونو ته «د کارکوونکو چارو» نوم وکاروي.

د باختر دولتي اژانس لیکلي، د اسلامي امارت مشرتابه د بشري سرچینو ریاستونو او اړوندو ادارو لپاره د نوي نوم کارولو په تړاو حکم صادر کړی دی.

سرچينې لیکلي: «د یاد محترم مقام د ۳۰/۴/۱۴۴۶ نېټې په ۲۶۸/۲۱۵ ګڼه حکم کې لیکل شوي چې په اینده کې دې د بشري سرچینو ریاستونه، مدیریتونه او امریتونه د کارکوونکو د چارو ریاست، مدیریت او امریت په نوم یادېږي.»

په دغه حکم کې راغلي، پر همدې اساس باید له دې وروسته د یاد ریاست اړوند ټول مراسلات پر همدې عنوان ولیکل شي.

Views: 0

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.