Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني فوټسال سیالۍ د «عصرجدید» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني فوټسال سیالۍ د «عصرجدید» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

غزني ښار (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۳): په غزني ولایت کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د «عصرجدید» لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ شاوخوا یوه‌نیمه میاشت وړاندې د غزني ښار د ولیعصر په جمنازیوم کې پيل شوې وې.

په دې اړه د غزني د بدنې روزنې او ورزش آمر بلال مجاهد پژواک ته وویل چې دغه سیالۍ د مرکز او ولسوالیو د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د تلې میاشتې په ۲۶ پيل شوې او نن پای ته ورسېدې.

د نوموړي په وینا، د دغو سیالیو پای لوبې ته د عصر جدید او اتحاد لوبډلو لار پیدا کړې وه چې عصر جدید لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته درې د دوه پر وړاندې ماتې ورکړې او اتلولي یې ترلاسه کړه.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې نویدالله د غوره ګول وهوونکي، علي‌شاه د غوره ګول کیپر او علي‌رضا د غوره لوبغاړي په توګه ونومول شول.

همدارنګه د دغو سیالیو یوه لوبغاړي منیر پژواک ته وویل چې دا ډول سیالۍ کولای شي ځوانان ورزش ته وهڅوي.

ده ټینګار وکړ چې حکومت باید ورزشکارانو ته د ډګرونو جوړولو ترڅنګ د ورزش په نورو برخو کې هم اسانتیاوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم په غزني کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال د دوستۍ جام سیالۍ پای ته ورسېدې.

Views: 0

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.