Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د چین ځانګړی استازی: هېواد مو له افغانستان سره د اړیکو لا پراخولو په هڅه کې دی

کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال سره په ليدنه کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د اړیکو پراخولو او اقتصادي برخو کې د همکارۍ ډېرولو هڅې کوي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي معاونیت لیکلي، د دغه ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیایونګ، په کابل کې د دغه هېواد له سفیر جاوشینګ او مل پلاوي سره وکتل.

سرچينې لیکلي، په دې ليدنه کې د چین ځانګړي استازي پاکستان ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، هېواد یې د افغانستان د اقتصادي پياوړتیا، د اړیکو پراخولو او همکارۍ ډېرولو هڅې کوي.

هغه ویلي، چین په نړۍوالو ناستو کې د افغانستان له دريځه ملاتړ کوي او لېوال دی چې له افغانستان سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې او دوامداره کړي.

هغه دغه راز ویلي، د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا، ارزښتونو او خپلواکۍ ته درناوی لري او کوښښ کوي په افغانستان کې د پانګونې په پراختیا سره د اقتصاد په پياوړي کولو کې ونډه واخلي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم ویلي، افغانستان له چین سره ښې اړیکې لري او دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او اقتصادي همکاري مخ په پراخېدو ده.

ده زیاته کړې، اسلامي امارت ټولو ګاونډیانو او نړۍوالو ته ډاډ ورکړی چې له افغانستانه به هیچا ته ګواښ پېښ نه شي او په تېرو درېیو کلونو کې یې خپله ژمنه په عمل کې هم ثابته کړې ده.

هغه زیاته کړې، افغانستان تازه له جګړو راوتلی او د ملي اقتصاد د احیاء او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا لپاره هڅې کوي.

سیاسي معاونیت لیکلي، مولوي عبدالکبیر په سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره پر سیمه‌ییزو همکاریو ټینګار وکړ او ویې ویل، افغانستان د اقتصادي ثبات پر لور ګامونه اخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.