Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې د مکروني د تولید نوې فابریکه فعاله شوه

میدان‌وردګو کې د مکروني د تولید نوې فابریکه فعاله شوه

میدان‌ښار (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۳): د میدان‌وردګو ولایت په مرکز میدان‌ښار کې د درې سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د مکروني د تولید یوې فابریکې نوی فعالیت پيل کړ.

په دې اړه جوړ شوو مراسمو ته د یادې فابریکې مسوول عبدالحلیم سروري وویل چې دغه فابریکه یې د درې سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړه کړې ده.

هغه زیاته کړه چې یاده فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې له شپږ تر اتو ټنو مکروني تولیدولو ظرفیت لري او ۲۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

دغه راز، د میدان‌وردګو مرستیال والي مولوي سیدالرحمن حافظ وویل، خوښ دی نن په دغه ولایت کې یوې تولیدي فابریکې پر فعالیت پيل وکړ.

هغه وویل چې دا مهال په افغانستان د پانګونې لپاره زمینه برابره ده او هر څوک کولای شي په ډاډه زړه پانګونه وکړي.

همدارنګه د میدان‌وردګو د صنعت او سوداګرۍ خونې رییس محمدخان ځواک پر پانګه‌ولو غږ وکړ چې د هېواد اقتصادي پرمختګ لپاره په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم په میدان‌وردګو ولایت کې د قلمونو د تولید یوې فابریکې نوی فعالیت پيل کړی و.

Views: 0

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.