کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۳): د خیبر پښتنوخوا په کورمه کې د موټرو پر یوه کاروان له خونړي برید وروسته په رامنځته شوو نښتو کې مرګژوبله اوښتې او په ځینو سیمو کې کورونو او هټیو ته هم اور اچول شوی دی.
د راپورونو له مخې، تېره پنجشنبې ناپېژانده وسلهوالو د ۲۰۰ موټرو پر یوه کاروان برید وکړ چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۴ کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړ او ۳۹ نور ټپیان شول.
راپورونه ښیي چې ډېری وژل شوي او ټپیان د پاړه چناره سیمې اوسېدونکي وو او ډېر یې شیعهګان وو.
د کورمې پولیسو یوه چارواکي بيبيسي ته ویلي چې د وژل شوو کسانو له تدفین وروسته د جمعې پر ماښام له علیزي سیمې چې اکثریت اوسېدونکي یې شیعهګان دي، لښکر وتلی، نښتې رامنځته شوې او لښکروالو یو شمېر کورونو او د سیمې بازار کې هټیو او د تېلو پمپونو ته اور ورکړی دی.
د کورمې پولیسو ویلي چې په بګن بازار کې د توري قبایلي لښکر او ځايي قبایلو ترمنځ سخته نښته شوې او دغه راز په مقبل او کونج علیزي، د صدې په ښار کلي او بالشخېلو کې د سنیانو او شیعهګانو ترمنځ هم نښتې شوې دي.
مشال راډیو بیا لیکلي، د شیعه او سني ډلو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او دغه نښتې لومړی په جلامیۍ، چاردیوال او ټالو کونج سیمو کې پیل شوې او بیا نورو سیمو ته غځېدلې دي.
راپور کې راغلي، یاده مرګژوبله له هغه وروسته اوښتې چې د سوونو خلکو یو لښکر لومړی پر ټالو کونج او بیا پر بګن ورغلی او هلته یې کورونو او دوکانونه سوځولي دي.
وياواې ډیوه هم لیکلي، په دې نښتو کې تر ۱۵ کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP