کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د افغانستان او ازبکستان ګډ سوداګریز بازار د لیدو پر مهال ویلي چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ننګونو ته به رسېدنه وشي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پرون (جمعه) ناوخته پر خپله اېکسپاڼه خبر ورکړی چې د دغه وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي یې د افغانستان او ازبکستان له ګډ سوداګریز بازاره لیدنه کړې ده.
یاد وزارت زیاته کړې، عزیزي د یاد بازار له مسوولینو سره لیدنه وکړه څو د هغو اړینو موضوعګانو په اړه خبرې وکړي چې د دواړو هېوادونو بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.
نوموړي د سوداګریزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او شته ننګونو ته په اشارې یې افغان او ازبک سوداګرو ته ډاډ ورکړی چې د هغوی اندېښنې لومړیتوب لري او ورته به رسېدنه وشي.
د یادونې ده چې یاد ګډ بازار څه موده مخکې د ازبکستان په سرخان دریا ولسوالۍ کې د دواړو هېوادونو د مسوولینو په شتون کې پرانیستل شوی و.
د افغانستان او ازبکستان ګډ بازار مسوولینو او پانګهوالو پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې یاد بازار د دواړو هېوادونو د خلکو د سوداګرۍ او اقتصاد برخه کې اغیزناک دی او باید لا ډېر سوداګریز امکانات پهکې برابر شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP