کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې له څه باندې درېیو کلونو راهیسې د ۴۱۵ میلیارده افغانیو په پانګونې سره د ۲۱ ستر مقیاس کانونو د اکتشاف، استخراج او پروسس چارې پیل شوې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت نن پر خپله اېکسپاڼه یو ویډيویي کلېپ کې ویلي چې د لومړنیو ترسره شوو سروېګانو له مخې، افغانستان د شاوخوا درې ټریلیون ډالرو په ارزښت طبیعي زېرمې لري.
سرچینې زیاته کړې، اسلامي امارت د کانونو برخه کې پانګونه په مسلکي ډول د کانونو استخراج او پروسس په خپلو لومړیتوبونو کې نیولي دي.
د سرچینې په حواله، له څه باندې درېیو کلونو راهیسې د شاوخوا ۴۱۵ میلیارده افغانیو په پانګونې سره د ۲۱ ستر مقیاس کانونو د اکتشاف، استخراج او پروسس چارې پیل شوې دي.
سرچینه زیاتوي، قرارداد شوي کانونه په هرات، غور، تخار، بغلان، پروان، کندهار او کابل ولایتونو کې موقعیت لري او دغه کانونه د اوسپنې، سرب او جست، سرو زرو، یاقوتو، کرومايټ ډبرو، سیمنټو او د سکارو ډبرې دي.
د سرچینې په وینا، د یادو کانونو د اکتشاف، استخراج او پروسس قراردادونه د ازادې دواطلبۍ له لارې له معتبرو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت دغه راز ویلي، په قرارداد ورکړل شوو کانونو کې لسګونه زره کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د نورو ستر مقیاس کانونو جیولوجیکي او جیوفیزیکي مطالعات بشپړ شوي او د قراردادونو پر ورکړه یې کار روان دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP