کابل (پژواک ۳ ليندۍ ۱۴۰۳): تېره اونۍ، برلین کې افغان سفیر او په بُن کې د افغانستان کونسل استعفاوې وکړې، اسټرالیا په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکړې لپاره استازی وټاکه او جاپان او کويټ وویل چې له افغانانو سره نږدې ۸ میليون ډالر مرسته کوي.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- چین وایي، افغانستان کې له سولې او بیارغونې ملاتړ کوي. ا.ا: سولهییز افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی.
- قُمي: ایران په افغانستان کې د نیمګړو روغتیايي پروژو بشپړېدو ته چمتو دی.
- جرمني کې د تېر افغان حکومت دوو ډیپلوماټانو استعفاوې وکړې.
- اسټرالیا په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکړې لپاره استازی وټاکه.
- جاپان او کويټ له افغانستان سره نږدې اته میليون ډالر مرسته کوي.
- فطرت: په دې وروستیو کې د افغانستان او تاجکستان تر منځ تګراتګ زیات شوی.
مرګژوبله:
تېره اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او یو بل ټپي و.
تېره ورځ، د کورنیو چارو وزات ویلي و چې د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې پر یو شمېر «عبادت کوونکو» د وسلهوالو له لوري ډزې شوې چې له امله یې لس کسان وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې د دې پېښې بشپړه څېړنه دې وشي.
ځايي چارواکي وايي، خوست کې د واده په مراسمو کې یو ماشوم د هوايي ډزو له امله ژوند له لاسه ورکړی، کندهار کې غلو یو ځوان وژلی او سمنګان کې د یوه کس له لوري یو تن د چاقو په ګوزارونو وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
یادونه: د مرګژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.
وړمه اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
له تاجکستان سره اړیکې او د ازبکستان د سفیر باورلیک
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت تېره اونۍ وویل چې اسلامي امارت له تاجکستان سره د ښې اړیکي غواړي او په دې وروستیو کې د دواړو لورو ترمنځ تګراتګ هم ډېر شوی دی.
تېره اونۍ په کابل کې د ازبکستان نوي ګومارل شوي سفیر ایبک عثمانوف د خپل باورلیک کاپي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ته وړاندې کړې ده.
سولهییز افغانستان د ټولو په ګټه دی
د افغانستان لپاره د چین استازي یو شیاویونګ وایي، هېواد یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او د دغه هېواد له سولې او بیارغونې خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
دغه راز، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی کابل کې په یوه پروګرام کې ویلي، سولهییز افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی او له نړۍوالې ټولنې او نړۍوالو بنسټونو یې غوښتي چې د دوحې د هوکړې پر بنسټ په بېلابېلو برخو کې له سرپرست حکومت سره هر اړخیزې همکارۍ وکړي.
د راپورونو پربنسټ، د افغانستان لپاره د چین استازی یو شیاویونګ له افغان حکومت سره د اړیکو او د یوه سولهییز او باثباته افغانستان لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې امنې بلوچ او د افغانستان او لویدیځې اسیا له مسوول احمد نسیم وریچ سره لیدنه کې د ګاونډیو هېوادونو پر مهم رول د ټینګار په تړاو غږېدلی دی.
له افغان او بهرنيو چارواکو سره د ایران د سفیر ليدنې
تېره اونۍ، افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي د افغانستان د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لېدنه کې ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د نیمګړو روغتیايي پروژو بشپړېدو ته چمتو دی او دغهراز به په پوهنتونونو کې رغنیزې او علمي پروژې هم پیل کړي.
د راپورونو له مخې، قُمي ویلي، ایران هڅه کوي څو د چابهار بندر په فعالولو او پراخولو سره، افغانستان ازادو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم ویلي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د حسنه اړیکو غوښتوونکی دی او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې کوم لوري ته ضرر ورسېږي.
دغه راز، قمي د افغانستان د ملي دفاع وزارت له سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد سره د دوستانه اړیکو پر پیاوړتیا، ښه ګاونډیتوب، سوداګرۍ، سرحدي همکاریو او د افغان کډوالو د مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
قُمي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له نوي سیاسي مرستیال جورجیټ ګانیون سره په لیدنه کې ویلي چې تهران د افغانستان لپاره د نړۍوالې ټولنې له هر رغنده نوښته ملاتړ کوي.
هغه په کابل کې د جاپان او ازبکستان له سفیرانو سره هم جلا جلا کتلي. په دغو کتنو کې د دوحې د راتلونکې غونډې او د افغانستان د ستونزو په هواري کې د نړۍوالې ټولنې د رول په تړاو خبرې شوې دي.
جرمني کې د تېر افغان حکومت د دوو ډیپلوماټانو استعفاوې
د راپورونو له مخې، تېره اونۍ، د جرمني په پلازمېنه برلین کې د افغانستان سفیر یما یاري او د دغه هېواد په بُن ښار کې د افغان کونسل سید لطفالله سادات له خپلو دندو استعفاوې کړې دي.
دوی ويلي چې د رامنځته شوي وضعيت په پام کې نيولو سره د کوربه هېواد سياسي موقف او د هغوی غوښتنو ته په کتو له خپلو دندو استعفاوې کوي. خو اسلامي امارت او جرمني تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د روان لمریز کال د زمري میاشتې په نهمه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې له یادې نېټې وروسته د لندن، بلجيم، برلين، بُن، سويس، اتريش، فرانسې، ايټاليا، يونان، پولنډ، سويډن، ناروې، کاناډا او استراليا د استازولیو له لوري قونسلي خدمتونه د مرکز او اړوندو بنسټونو له لوري له مرکز سره د نه همغږۍ له امله، د منلو وړ نه دي او دغه وزارت د یادو سندونو پر وړاندې هیڅ ډول مسوولیت نهلري او نه هم اجرا کېږي.
اسټرالیا په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکړې لپاره استازی ټاکلی
د راپورونه وايي، د اسټرالیا دفاع وزارت ویلي چې په افغانستان کې د دوی د ځواکونو له لوري د ترسره شوو جنګي جنایتونو د قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکولو لپاره یې روټ مککال د استازي په توګه ټاکلی دی.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د قربانیانو کورنیو ته به په نغدي او غیرنغدي توګه غرامت ورکړل شي.
د اسټرالیا د لومړي وزیر مرستیال د دغه استازي ټاکل د اسټرالیايي قاضي پاول بریرټون له لوري په ۲۰۲۰ کال کې د چمتو شوي راپور پایلو ته د دغه هېواد د ځواب ویلو په برخه کې یو مهم ګام بللی دی.
پاول بریرټون په خپل راپور کې د اسټرالیايي ځواکونو له لوري د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د ترسره شوو جنګي جنایتونو له امله د ۳۹ بېګناه افغان وګړو وژل کېدل په ډاګه کړي دي.
د مرستو دوام
د راپورونو له مخې، کویټ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۵۰۰ زره ډالر مرسته کوي او چاپان وايي، افغانستان کې د طبيعي پېښو او اقليمي بدلونونو له امله له زیانمنو کسانو سره د مرستې لپاره یې ۷.۳ میليون امريکايي ډالر ځانګړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP