هرات (پژواك، ۳ لېندۍ ٠٣ ١٤): د هرات د چاپېریالساتنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت د انجیل ولسوالۍ له بازاره یې ۳۱۸ بېلابېل وحشي مرغان راټول او بېرته یې طبیعت ته خوشي کړل.
د هرات د چاپېریالساتنې ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي عمومي مدیر حامد الهام وایي چې د انجیل ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ په همکارۍ د دغه ریاست د کارپوهانو ډلې ۳۱۸ وحشي مرغان د دې ولسوالۍ له بازاره له پلورونکو راټول او بېرته یې طبیعت ته خوشي کړي دي.
هغه وویل: «دغو وحشي مرغانو کې ۲۵۰ جلان، ۲۶ میناوې، ۱۸ مړزان، ۱۵ زرکې، درې بازان او شپږ سار میناوې شامل دي.»
ورته مهال، د هرات د چاپېریال ساتنې رییس حضرت علي ابدالي د دغو مرغانو خوشي کولو پر مهال وویل چې دې ادارې د اسلامي امارت د رهبرۍ په سپارښتو عمل کړی او له هغو خلکو سره چې د مرغانو ښکار او پلور یې کوي، جدي چلند ورسره کېږي.
ابدالي وایي چې هر ډول نادره او کمیابه مرغان ځانګړې ساتنې ته اړتیا لري، ټول خلک باید د قانون د ملاتړ په موخه د چاپېریال ساتنې له ریاست سره همکاري وکړي.
د هرات د چاپېریالساتنې رییس وویل چې د وحشي ژوو او مرغانو ښکار، انتقال، قاچاق، پېر او پلور منع دي او قانوني تعقیب لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP