Language

اردن کې د اسراییل سفارت ته څېرمه برید: درې پولیس ټپیان شوي او بریدکوونکی وژل شوی

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، اردن کې د اسراییل سفارت ته څېرمه د یوه کس په ډزو کې درې پولیس ټپیان شوي او وروسته پولیسو بریدکوونکی وژلی دی.

رویټرز نن د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې یوه کس د عمان په ربیعه سیمه کې د پولیسو پر ګزمې ډزې کړې او درې پولیس یې ټپیان کړي ديِ؛ سرچینه زیاتوي چې وروسته پولیسو بریدکوونکی وژلی دی.

عیني شاهدانو ویلي چې پولیسو د برید سیمه کلابنده کړې او امبولانسونه هم سیمې ته رسېدلي دي.

دا هغه سیمه ده چې د اسراییل پر ضد په کې سخت اعتراضونه کېږي.