Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست جوړ شو

د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست جوړ شو

author avatar
24 Nov 2024 - 19:47
د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست جوړ شو
author avatar
24 Nov 2024 - 19:47

کابل (پژواک، ۴ لیندۍ ۱۴۰۳): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د جهادي ارزښتونو او تاریخ د ژوندي ساتلو په موخه د جهادي ارزښتونو  د ساتنې عمومي ریاست جوړ او په فعالیت یې پیل وکړ.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د جهادي ارزښتونو د ساتنې عموميریاست د فعالیتونو د پیل په موخه د اړوند رئیسانو سره لومړنۍ ناسته وکړه.

خیرخواه ویلي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یاد ریاست په چوکاټ کې درې مهم فعالیتونه تر سره کوي، چې له سمعي او بصري، جهاديموزیم او مستند تاریخ څخه عبارت دي.

ده ویلي: «د دغه ریاست اصلي موخه دا ده، چې د اشغال پر وړاندې د افغانانو د مېړانې او سرښندنو مستند مواد راټول او په یوهمشخص ارشیف کې وساتل شي او دغه ریاست د جهادي موزیم برخه به د انګریزانو، پخواني شوروی اتحاد او امریکا پر وړاندې د جهادپه ډګر کې پاتې شوي اثار راټول او یوځای کړي

د هغه يه خبره، دغه ریاست له لوري مستند تاریخ به د مجاهدینو د قربانیو، محاسن،  مبارزې، سرښندنو، د اشغالګرو د ظلمونو، وحشتاو همدارنګه د افغان ولس د مظلومیت ښکارندويي کوي، چې پر واقعیت به ولاړ او له هر ډول لاسوهنې پرته به راتلونکو نسلونو ته وړاندېشي.

خيرخواه ډاډ ورکړی چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به خپل ټول امکانات په کار واچوي، څو دغه ریاست ټاکل شویو موخو ته په ښه ډولورسېږي.

Views: 0

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.