Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

 د کاپ۲۹ غونډه بې‌وزلو هېوادونو ته په کال کې د ۳۰۰ میلیاد ډالرو په ځانګړي کېدو پای ته ورسېده 

کابل (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۳): د ازربایجان په پلازمېنه باکو کې د «کاپ۲۹» ناسته د اقلیمي بدلونونو له ناوړه اغېزو سره د مبارزې لپاره، ډېرو بې‌وزله هېوادونو ته په کال کې د ۳۰۰ میلیاد ډالرو په ځانګړي کېدو پای ته ورسېده.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه هوکړه د ازربایجان په پلازمېنه باکو کې په اضافي وخت کې د دوه اونیزې ناستې په ترڅ کې شوې ده.

د هوکړې له مخې، بډایه هېوادونه به تر ۲۰۳۵ کاله ډېرو بې‌وزله هېوادونو ته په کلي ډول ۳۰۰ میلیارد امریکايي ډالر ورکوي چې دغه مرستې به سر له راتلونکي کاله پیل شي.

په همدې حال کې، پر یاده هوکړه مرسته ترلاسه کوونکو هېوادونو نیوکې کړې او ویلي یې دي چې دغه مرستې بسنه نه کوي.

د هند د پلاوي استازي چانډني راینا له دې ناستې وروسته ویلي: «له بده مرغه چې دغه سند له یوه ظاهري توهم پرته بل څه نه دي؛ هغه ستونزه چې موږ ټول ورسره مخ یو، موږ د دغه سند له تصویب سره مخالف یو.»

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د اقلیم رییس سیمون اسټیل هم ویلي چې دغه تړون به د پاکې انرژۍ د ودې او د میلیادونو انسانانو د ژوند ژغورلو لامل شي.

د یادولو ده چې په دې ناسته کې د اسلامي امارت پلاوي هم ګډون کړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.