Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کورمه کې رامنځته شوو نښتو کې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کورمه کې رامنځته شوو نښتو کې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
24 Nov 2024 - 15:35
کورمه کې رامنځته شوو نښتو کې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
24 Nov 2024 - 15:35

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۳): د خیبر پښتنوخوا په کورمه کې د موټرو پر یوه کاروان له خونړي برید وروسته په رامنځته شوو نښتو کې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو له مخې، تېره پنجشنبې ناپېژاندو وسله‌والو د ۲۰۰ موټرو پر یوه کاروان برید وکړ چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۴ کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړ او ۳۹ نور ټپیان شول.

راپورونه ښیي چې ډېری وژل شوي او ټپیان د پاړه چناره سیمې اوسېدونکي او ډېر یې شیعه‌ګان وو.

د راپورونو له مخې، د وژل شوو کسانو له تدفین وروسته د جمعې په ماښام له علیزي سیمې چې اکثریت اوسېدونکي یې شیعه‌ګان دي، لښکر وتلی او وروسته یي له ځایي سنیانو سره نښتې رامنځته شوې دي.

ځايي خلکو بي‌بي‌سي ته ویلي< له ۲۰۰ ډېر دوکانونه، یو شمېر کورونه او د تېلو پمپونه سوځېدلي او خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي.

تېره ورځ مشال راډیو لیکلي وو چې په کورمه کې په نښتو کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي دي.

بي‌بي‌سي نن د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په یاده سیمه کې له تېرې شپې راهیسې نښتو زور اخیستی او له ۳۰ ډېر نور کسان هم په کې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي چې له سيمې یې خبریال ورته ویلي چې تر اوسه د یادو نښتو له امله د وژل شوو کسانو شمېر ۸۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

د کورمې د کمیسار مرستیال جاوید الله مسيد اې‌اېف‌پي خبري رسنۍ ته ویلي چې په سیمه کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي او له قبایلي مشرانو د مرستې غوښتنه شوې ده.

Views: 0

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.