Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د «ای‌پي‌اېل» سیالیو لپاره د لوبغاړو پېرلو مراسم نن پیلېږي

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۳): ټاکل شوې نن او سبا په سعودي عربستان کې د هند د کرکټ غوره‌لیګ (ای‌پي‌اېل) سیالیو لپاره د لوبغاړو پېرلو مراسم ترسره شي چې ۱۸ لوبغاړي لا له مخکې د دې بولۍ برخه ګرځېدلي دي.

د هند د کرکټ غوره لیګ (IPL) د ۲۰۲۵ کال اتلسم پړاو سیالیو لپاره د لوبغاړو  پېرلو بهیر نن او سبا (یکشنبه او دوشنبه) د سعودي عربستان په جده کې ترسره کېږي.

د راپورونو له مخې، د هند د کرکټ غوره‌لیګ سیالیو ته به د ۱۸ افغان لوبغاړو په ګډون له بېلابېلو هېوادونو او خپله له هنده شاوخوا ۵۷۴ لوبغاړي د پېرلو لپاره وړاندې شي.

له افغانستانه د یادو سیالیو لپاره سږنۍ بولۍ ته رحمن‌الله ګربز، نوراحمد لکڼوال، نوین‌الحق، مجیب‌الرحمن، فضل‌الحق فاروقي، محمدنبي، عظمت‌الله عمرزی، ګلبدین نایب، الله‌محمد غضنفر، وقار سلام‌خېل، ظاهرخان، صدیق‌الله اتل، نجیب ځدراڼ، ابراهیم ځدراڼ، قیس‌احمد، کریم جنت، ننګیال خروټی او فریدون داودزی وړاندې کېږي.

په دغو سیالیو کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د شل‌اوریزو لوبو لوبډلمشر راشد‌خان هم لوبېږي چې د ګوجرات ټایټنز لوبډلې له تېر کاله له ځان سره ساتلی او بولۍ ته نه وړاندې کېږي.

د یادونې ده، اوس مهال ۲۲ افغان لوبغاړي د ابوظبۍ لساوریزو سوداګریزو سیالیو کې لوبېږي چې په متحده عربي اماراتو کې روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.