پلعلم (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۳): په لوګر ولایت کې د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د پوهنې اړوند د درېیو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو پروژو د پرانیستې مراسمو کې د لوګر د پوهنې رییس مولوي عبدالرحمن حمیدي وویل، یادې پروژې د محمداغې ولسوالۍ د بيبي امنې، سنګ سوراخ او حاجیانو په ښوونځیو کې د شاوخوا ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، په پلې شوو پروژو کې ښوونځیو ته د احاطې دېوالونه، د لمریزې برېښنا سیسټم، د څښاک اوبو شبکې، د لاس مینځلو ځانګړي ځایونه، کانکریټي کثافت دانۍ، عصري تشنابونه او د سپټیک څاګانې شامل دي.
بلخوا، د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دينپرور وویل چې دغه ډول پروژې د پوهنې برخې د پیاوړتیا لپاره مهمې دي.
دینپرور پر کورنیو او نړۍوالو بنسټونو غږ وکړ چې د پوهنې له بهیر سره اړینې مرستې وکړي.
د محمداغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي مومن خان پژواک ته وویل، خوښ دی چې په دې ولسوالۍ کې د درېیو ښوونځيو ودانۍ بیا ورغول شوې.
نوموړي د پوهنې له وزارته غوښتنه وکړه چې د لوګر په مرکز پلعلم او نورو ولسوالیو کې هم ورته پروژې پلې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP